fbpx

افغانستان نه چین ته د جلغوزیو صادارت بیا پيل شول

خبریال ډاټ کام/ په چین کې د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته دغه هېواد ته په پروازونو کې محدودیت راغلی و .

چین ته له افغانستان نه تر شلو ورځو پورې هیڅ جلغوزي نه وو صادر شوي.

اوس تازه سوداګر وایي، چې چین ته د پروازونو له پیلېدو سره سم صادرات پيل شوي دي او تېره ورځ یې شل ټنه جلغوزي د هوایي دهلیز له لارې چین ته لېږدول شوي دي.

چین یو له هغو هېوادونو څخه دی ، چې له افغانستان سره په سوداګریزه برخه کې ښه راکړه ورکړه لري.

په ورته مهال د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، چې د ۲۰۱۸ز کال په پرتله په تېر ۲۰۱۹ کال کې د جلغوزو په صادراتو کې نږدې پنځوس سلنه ډېروالی راغلی دی.

دوی وایي تېر کال افغان سوداګرو دوه زره ټنه جلغوزي د هوایي دهلیز له لارې چین ته صادر کړي دي.

په چین کې د کرونا ویروس له پيدا کیدو سره سم په یاد هېواد کې نړیواله سوداګري او راکړه ورکړه هم په ټپه ودریده او یا هم په کې کموالی راغی.

د کرونا ویروس ویره دومره ډیره وه ، چې ډيری پانګوالو له چین سره راکړه ورکړه کمه او یا یې ودروله ځکه د کرونا ویروس ویره خپره وه.

اوس مهال په چین کې زیات شمیر افغان محصلین هم دیا دهېواد په ووهان ښار کې، چې ویروس پکې په لومړي ځل راپیدا شو ایسار دي.

روغتیا وزارت تازه د دې افغان محصلینو رالیږد ته د چمتووالي خبره کړې ده.

کرونا ویروس د انساني ویرې خپرولو ترڅنګ سوداګري هم په چین کې خورا زیانمنه کړه.

چینایي چارواکي وایي،چې يوازې په هوبي ولايت کې په کرونا ويروس ١٠٣ کسان مړه شوي او په دې ناروغۍ د خلکو د اخته کېدو ٢٠٩٧ تازه پېښې په ‌کې ثبت شوې دي.

کرونا ویروس له چین نه د باندې هم په ځینو نورو هیوادونو کې کسان نیولي دي.