fbpx

پي ټي ایم د یوې بلې سترې جلسې اعلان وکړ

خبریال ډاټ کام: څو شېبې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو اعلان وکړ چې نږدې څلور ورځې وروسته به د فبرورۍ پر ۱۶ مه نېټه د پاکستاني ریاست پر ضد په ډیره اسماعیل خان سیمه کې ستره جلسه جوړه کړی.

د پښتون ژغورنې غورڅنګ یاده لویه غونډه به د منظور پښتین او د دې غورځنګ د نورو غړو د ازادیدو په ننګه او د ریاستي ادارې د جبر، ظلم پر ضد په ډیره اسماعیل خان سیمه کې وشي.

څو شېبې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر محسن داوړ هم په خپلې ټویټر پاڼې او فسبوک پاڼې د یوې ویډیو په خپرولو سره په ټولو پښتنو غږ وکړ چې د فبرورۍ پر ۱۶ مه نېټه دې له دوی سره په دغې جلسه کې ګډون وکړي.

محسن داوړ پښتنو ته په پیغام کې وویل، لکه څرنګه چې تاسې خبر یاست د پي ټي ایم قاعد مشر منظور پښتین د ریاست له لوري ګرفتار شوی دی او داسې نور ملګري هم ګرفتار شوي دي د دې ټولو د نیولو خلاف به د پښتون ژغورنې غورځنک بله غونډه هم وشي.

محسن داوړ زیاتوي په دغې غونډه کې به د ریاست له لوري په پښتنو د روان جبر او ظلمونو خلاف د پښتون ژغورنې غورځنګ د دې میاشت پر ۱۶ مه نېټه په ډیره اسماعیل خام سیمه کې لویه غونډه وکړي.

داوړ په خپل پیغام کې له ټولو پښتنو غوښتي دي چې په دغې تاریخي او پراخه غونډه کې دې ګډون وکړي او په شاوخوا سیمو کې دې خلک هم د جلسې لپاره خبر کړي.

پشتون ژغورنې غورځنګ بل غړي ادریس پښتین هم خبر ورکړی دی چې د دوی غړي نن مازدیګر په بنو کې سره راټولیږي او د راتلونکې جلسې لپاره په په خپلو پلانونو سره خبرې وکړي.

د دغې جلسې رسمي اجازه هم اخیستل شوې ده او د پي ټي ایم غړي او پلویان د پښتنو په سیمو کې کور په کور دوکان په دوکان بلکې په ښارونو کې ګرځي او دغې جلسې ته خلکو د دعوت بلنه ورکوي.

محسن داوړ په داسې حال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د راتلونکې جلسې خبر ورکوي چې د پی ټي ایم مشر منظور پښتین لاهم په زندن کې دی او په څلورمه مقدمه کې ضمانت لا نه دی منظور شوی.

منظور پښتین د غونډې لپاره په پلان شوې همدې ډیره اسماعیل خان سیمه کې دوه اونۍ وړاندې د ریاست له لوري په دې تور ونیول شو چې ګواکې د پوځ او آئین خلاف یې څرګندونې کړي دي.

خو د پي ټي ایم غړي وایي منظور پښتین پښتون قام ته د حق غوښتلو په جرم د ریاستي ادارې له لوري نیول شوی دی، نه د ریاست خلاف په څرګندونو باندې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو په لر او بر پښتنو باندې غږ کړی دی چې تر هغې پورې دې خپلو غونډو او احتجاجونو ته دوام ورکوي څو پورې چې ریاست منظور پښتین نه وي خوشې کړی.

د پی ټي ایم د مشرانو پر وینا د پاکستاني ریاست دا ډول کارونه به د دوی حوصلې ماتې نه کړي، بلکې لا به نور پرمختګونه وکړي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com