fbpx

مردان کې د پاکستاني پوځ یوه جنګي الوتکه لویدلې ده

خبریال ډاټ کام: څو شېبې وړاندې د پاکستان پوځ خبر ورکړ چې د دوی د پوځ یوه جنګي الوتکې نن له غرمې وروسته په مردان کې شاوخوا دوه بجې ناڅاپي سقوط کړی دی.

د پاکستان د پوځ مشرانو یاده پېښه تایید کړې ده او ویلي دي چې له پېښې پیلوټان روغ وتلي دي، خو ویل کېږي چې په الوتکه کې یو شمېر هغه پوځیان هم شامل و چې نظامي زده کړې یې کولې.

د سیمي خلک بیا وایي، چې ممکن په یاده پېښه کې پیلوټان او سپاره کسان هلاک شوي وي، خو پوځ یې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په خپاره شویو انځورونو کې هم ښکاري چې الوتکه په بشپړه توګه له منځله تللې او حتمي ده چې مرګ ژوبله به لري خو د پاکستان پوځ بیا د مرګ ژوبلې خبر ردوي.

خو یو شمېر نورې سرچیني وایي، چې په مردان کې نظامیان تمریني الوتکې ته ختلي و، چې په هوا کې د تخنیکي ستونزو له کبله یاده الوتکه ځمکې ته لویدلې.

په ټولنیزو رسنیو هم یو شمېر انځورونه خپاره شوي دي پکې ښکاري د پاکستان د پوځ یاده الوتکه د رانسکوریدو سره سم ټوټې ټوتې او د اور خوراک شوې ده.

تر دې وړاندې هم د پاکستان د پوځ یوه بله الوتکه په پېښور کې رانسکوره شوې وه چې پکې سپاره دوه تجربه ناکه پیلوټان هلاک شوي و.

په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځیانو الوتکې په وار وار سره رانسکوریږي چارواکي د علتونو په اړه څه نه وایي، خو ډیره وخت د وسله والو له لوري ویشتل کېږي.

په پاکستان کې بیا یو شمېر پوځي مشران وایي، چې د نظامیانو د ټرینینګ پر مهال د دوی الوتکې ډیری وخت ویشتل کېږي او یاهم د تخنیکي ستونزو له کبله را لویږي کېږي.

د یادولو ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ګډون د ډیری هېوادونو مسافر وړونکې او جنګي الوتکې رانسکورې شوي دي چې پکې پیلوټانو او سپاره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.