fbpx

اڅکزی: پاکستان دې خپل جنرالان دماغي ډاکتر ته بوځي

خبریال ډاټ کام: د پښتونخوا د عوامي نېشنل ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي، هغه پاکستاني جنرالان چې د افغانستان د ولکه کولو په فکر کې دي رواني او دماغي ډاکتر ته دې مراجعه وکړي.

محمود اڅکزي پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي دي چې، په افغانستان کې د چنګیز خان هډوکي مات شوي، د مغلو پښې ماتې شوي دي، تیمور افغانانو ګوډ کړی و،د سکندر ملا د باجوړ افغانانو ماته کړی وه، فیرنګي په افغانستان کې په زرګونو کپرئ خاورې کړي.

پر وینا یې نو سنګه به د پنجاب جنرالان د افغانستان د ولکه کولو فکر په ذهن کې ولري د هغه پر وینا که لاهور په دوو وسلو مغرور دی نو، د روس دې پوښتنه وکړي چې له پاکستان څخه سل چنده ډیر ایټم بمونه لري، خو ولې بیاهم افغانانو مات کړي دي.

د اڅکزي پر وینا افغانستان به جوړیږي،حتمآ به جوړیږي، پښتانه به سیالان وي، خامخا به سیالان وي، پر وینا یې افغانانو نه پخوا او نه نن چاته سرټیټ کړی دی.

د محمود اڅکزي وینا په داسې حال کې د افغانستان په اړه کېږي چې له دې وړاندې بیا د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم په وار وار افغانستان کې د موقت حکومت غوښتنه کړې وه،خو د افغانانو او سیاسینو له سخت غبرګون سره مخ شوی و.

د محمود خان اڅکزي څرګندونو ته په اشارې سره په دې وروستیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د هلو ځلو پر مټ هم هغه ” نعره ” چې پخوا به ویل کېدله لر او بر یو افغان دی بیا راژوندۍ شوې او ورځ تر بلې پښتانه په یو والي کړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ نه یوازې په پاکستان کې پښتانه کوي، بلکې ډیره برخه ملاتړ یې په افغانستان او نړۍ کې هم افغانان کوي.

په دې وروستیو کې د لر او بر افغان نعرې ترڅنګ پي ټي ایم له پاکستاني ریاسته د پښتنو د حق غوښتلو پر موخه لاریونونه، جلسې او احتجاجونه هم پیل کړي دي.

محمود خان اڅکزی هم د پښتون ژغورنې غورځنګ کلک ملاتړی دی او غواړي چې د خپل ګوند سره یوځای د پي ټي ایم ملاتړ وکړي او له ریاست د پښتنو حق وغواړي.

په ورته مهال په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین لاهم په زندان کې شپې او ورځې سبا کوي هغه د ریاست له لوري په دې تور نیول شوی دی چې
ګواکې د پوځ او آئین خلاف یې څرګندونې کړي.

خو د پي ټي ایم غړي وایي، چې ریاست منظور پښتین ځکه ونیوه چې د پښتنو لپاره یې د حق غوښتنه کوله.

د منظور پښتین د خلاصون پر موخه اوس د لر او بر په ګډون د نړۍ په ډیری هغو سیمو کې چې پښتانه مېشت دي احتجاجي غونډې او لاریونونه یې روان دي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com