fbpx

آیرلینډ د افغان لوبډلې خلاف سیالیو ته لوبډله اعلان کړه

خبریال ډاټ کام: پرون د ورځې په اوږدو کې د ایرلینډ کرکټ بورډ د افغانستان خلاف په هند کې د کېدونکو دریو شل اوریزو سیالیو لپاره ۱۴ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د ایرلینډ له لوري د افغانستان خلاف هغه لوبډله غوره شوې ده چې دوی په تېره جنورۍ میاشت کې د ویسټ انډیز خلاف لوبلړۍ ته ټاکلې وه، خو یوازینی بدلون چې پکې راغلی د مارک ایډر پر ځای شان ګټکي ته ځای ورکړل شوی دی.

د ایرلینډ له لوري په اعلان شوې ۱۴ کسیزه لوبډله کې انډریو بلبېرني لوبډلمشر ټاکل شوی، ورسره ګېرېت ډیلاني، جورج ډوکرېل، شېن ګېټ کېټ، جاش لېټل، بېري میکارتي، کیوین اوبراین، بوایډ رېنکېن، سیمي سېنګ، پاویل سټېرلېنګ، هېري ټېکټر، لورکن تکر، ګېري وېلسن او کرېک یانګ شامل دي.

د ایرلینډ کرکټ بورډ غوراوي کمېټه وایي، دا ځل یې د افغانستان خلاف سیالیو ته تر ټولو ښه او توزون لرونکي لوبډله انتخاب کړې ده چې له دې وړاندې ویسټ انډیز په خپل کور کې مات کړی و او هم مهاله یې افغانستان ته هم همدا لوبډله اعلان کړه.

د دوی پر وینا چې په لوبډله کې دا توان شته چې افغانستان ته به په یاد سیریز کې ماتې ورکړي ځکه چې له ویسټ انډیز یې د سیالۍ ګټلو وروسته مرال قوي شوی دی.

دواړه لوبډلې په هند کې د افغان کرکټ بورډ په کوربه توب د راتلونکې مارچ میاشتې په ۶ مه، ۸ مه او ۱۰ مه نېټه درې شل اوریزې لوبې ترسره کوي.

له ایرلینډ وړاندې افغان کرکټ بورډ هم راتلونکو پلان شویو سیالیو ته خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړې وه چې په غوره شوې لوبډله کې بیا تر ډیره ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی دی.

په اعلان شوې لوبډله کې رحمان الله ګربز،حضرت الله ځاځی،کریم جنت،نجیب ځدراڼ،ګلبدين نایب،اصغر افغان لوبډلمشر محمدنبي،مجیب ځدراڼ، راشدخان،سميع الله شینواری،عثمان غني،شاپور ځدراڼ،قیس احمد،نوین الحق او عظمت الله عمرزی شامل دي

د دغې لوبډلې د انتخاب له مخې د تمریناتو پر موخه د افغانستان یوولس لوبغاړي هند ته تللي دي او پاتې څلور اصغر افغان، راشد خان، محمد نبي او ګلبدین نایب لاهم له لوبډلې سره نه دي یوځای شوي، خو بورډ وایي،.چې د یو لړ بوختیاو له امله نه دي تللي او ډیر ژر به له لوبډلې سره په هند کې یوځای شي.

د یادولو ده چې د دې سیالیو کوربه توب او ټول مالي لګښت افعانستان په غاړي لري ځکه چې ایرلینډ لا له وړاندې د مالي ستونزو او بوختیاوو له کبله یادې سیالۍ لغوه اعلان کړې وې.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com