fbpx

لغمان کې د ولسي شاعرملنګ جان په نوم جونګړه جوړه شوه

خبریال ډاټ کام/ لغمان کې د وتلي ولسي او حماسي شاعر ملنګ په نوم جوړه شوې جونګړه پرانستل شوه.

د دې جونګړې د پرانستې پرمهال له کابله لوړو پوړو چارواکو هم ګډون کړی وو.

د لغمان ولايت د اطلاعات او فرهنګ رئيس فيضان الله پټان وويل، د دې جونګړې جوړولو څخه یې موخه د ادب د ستورو یادونه تازه کول دي.

پټان وايي، څه موده وړاندې په بابا صاحب دښته کې هم د سلام ځای په نوم په تاريخي سيمه کې د يو پارک د جوړېدو د بنسټ ډبره ايښي او ژر به یې جوړه کړي.

په ورته مهال د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ د افغانستان کلتور او فرهنګ غوره او غني کلتور او فرهنګ ياد کړ، چې په تاريخي لحاظ ډېر قدامت لري.

ننګ وويل هڅه کوي، چې د خپل ماموريت په جريان کې دې ته ورته د نورو نوموتو څېرو په نوم هم دا ډول ځایونه جوړ کړي.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت مرستيال پوهاند محمد رسول باوري د لغمان ولايتي ادارې څخه مننه وکړه، چې په دې ولايت کې د يو ستر او نوموتي شاعر په نوم جونګړه جوړه کړه.

باوري د اطلاعات او فرهنګ وزارت په استازولۍ د هر ډول همکارۍ او مرستې ډاډ ورکړ.

فرهنګیان هم د فرهنګي څیرو په نوم دا ډول کړنې ښه ستایي او وایي، له دې لارې ځوان نسل کولای شي  د پښتو ادب ځلانده ستوري او وتلي شاعران وپيژني.

لغمان کې د وتلي ولسي شاعر ملنګ په نوم دا جونګړه وروسته له هغې جوړیږي او پرانیستل کیږي، چې په دې ولایت کې فرهنګیانو شکایتونه لري، چې تاریخي ځایونه دنړیدو له ګواښ سره مخ دي.

فرهنګیان د دې ولایت د اطلاعات او کلتو ریاست په بې غورۍ تورنوي، چې په تیرو څو کلونو کې یې د دې ولایت تاریخي سیمو ته پاملرنه نه ده کړې.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com