fbpx

افغانستان کې لاهم تر۵۰ زره مسلکي ښوونکو ته اړتیا ده

خبریال ډاټ کام/ د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي په ټول هېواد کې لاهم ۵۰ زره مسلکي ښوونکو ته اړتیا ده.

د پوهنې وزارت وايي، دوی د ښوونې او روزنې د کیفیت د ښه والي لپاره تر ۵۴ زره مسلکي ښوونکو ته اړتیا لري.

یاد وزارت زیاتوي له همدې امله دوی له ستونزو سره مخ دي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې دمګړۍ په ټول افغانستان کې شاوخوا ۹  میلیونه زدکوونکو ته دوه سوه دوه ویشت زره ښوونکي تدریس کوي.

د پوهنې وزارت داسې مهال دمسلکي ښوونکو د کمښت خبره کوي، چې اوسمهال په زیات شمیر لیسانس ځوانان بیکاره ګرځي او دندې نه لري.

دوی بیا د پوهنې پر وزارت نیوکه لري، چې په سلګونه ځوانان له لوړو زده کړو فارغ دي خو دوی ورته کاري زمینه نه برابروي.

دوی وایي، په دولتي بستونو کې ډيری داسې کسان هم شته ، چې له دولسم ټولګي فارغ دي او لوړې زده کړې هم نه لري.

د ننګرهار د ښوونې او روزنې له پوهنځي لسګونه فارغ محصلین د دندې له نشتون نه شکایت کوي او وایي په ځلونو کې نوم دولتي بستونو ته ،چې ښوونکي نیول کیدل نوم لیکنه کړې خو بریالي شوي نه دي.

یو شمیر فارغ محصلین بیا وایي، لسګونه کسان شته چې مسلکي دي خو د پوهنې وزارت ورته د کار زمینه نه برابروي.

د مسلکي ښوونکو نشتون سربیره په ټول هېواد ښوونځیو ته د ودانیو نشتون هم هغه ستونزه ده ، چې کلونه کیږي زده کوونکي د هېواد د ولایتونو په یو شمیر سیمو کې ځوریږي.

 د دې سربیره په ښوونځیو کې د کتابونو نشتون هم هغه لویه ستونزه ده ، چې په ښوونځیو کې زده کوونکي یې په اړه شکایتونه لري.

د یادو ستونزو په اړه په ځلونو شکایتونه شوي اولوړ پوړو چارواکو یې په اړه ژمنې کړي خو لا د ژمنو دعملي کیدو څرک نه لیدل کیږي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com