fbpx

ننګرهاریان له بې کیفیته درملو شکایت لري

خبریال ډاټ کام/ د ننګرهار یوشمیر اوسیدونکي شکایت لري، چې په دې ولایت کې په درمل پلورنځیو کې غیرمعیاري او بې کیفیته درمل پلورل کیږي.

دوی وایي، په هېواد کې له یوه لوري ناسم روغتیايي خدمات او بل لورته بې کیفیته درمل هغه څه دي، چې دوی ته یې ستونزې جوړې کړي او ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

همایون د هسکې مینې اوسیدونکي خبریال ډاټ کام ته وویلې، د ښار سربیره په لرې پرتو ولسوالیو کې داسې درمل پلورنځي هم شته ، چې هیڅ مسلکي کس پکې شتون نه لري.

د سره رود اوسیدونکی احمد علي بیا وایي، د دوی په سیمه کې آن یو شمیر بزګران او بې سواده خلک هم په درمل پلورنځیو کې ناست وي او درمل پلوري.

ننګرهاریان په دې برخه کې پړه پر روغتیایي مسولینو اچوي او وایي، که د بې کیفیته درملو د واردولو او پلور مخه ونه نیول شي ښایي ډیرې بدې پایلې رامنځته کړي.

دوی وایي، که روغتیايي مسولین په درمل پلورنځیو سم مدیریت او سمه څارنه یې ونه کړي نو ښایي د ډیرو خلکو ژوند واخیستل شي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د درمل پلورنځیو مسولین هم وغږوو خو په دې اړه راسره ونه غږیدل.

خبریال ډاټ کام د سره رود ولسوالۍ په فتح  آباد سیمه کې داسې درمل پلورنځی هم موندلی، چې یوه ورور یې طب پوهنځی لوستی او پرته له اجازې یې روغتیايي مرکز پرانیستی او بل یې بیا په کلي کې درملتون جوړ کړی حال دا ، چې په درمل پلورنځي کې ناست ورور یې هیڅ زده کړې نه لري.

خو د ننګرهار روغتیایي مسولین بیا دا ستونزه هیواد شموله بولي او وایي، په ټول هيواد کې دا ډول ستونزې شتون لري.

د ننګرهار دعامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر شعیب وایي، دوی له لوري ټاکل شوی کمیسیون هر ورځ له درمل پلورنځیو په ښآر او ولسوالیو کې څارنه کوي.

دی وایي که امنیتي ادارې دوی سره په دې برخه کې مرسته وکړي نو د قاچاقي درملو مخنیوی به وشي.

شعیب وایي، اوسمهال ننګرهار ته له ګاونډ پاکستان نه بې کیفیته درمل په قاچاقي ډول راوړل کیږي.

خو بل لورته داکتران بیا وایي، که بې کیفیته درمل هرڅوک وخوري نو ښآیي د مرګ له ګواښ سره مخ شي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com