fbpx

د منظور پښتین وروستی ضمانت لاهم نه دی منل شوی

خبریال ډاټ کام: په ډیره اسماعیل خان کې محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ د بندي مشر منظور پښتین د څلورمې مقدمې ضمانت لاهم نه دی منظور کړی.

په محکمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ وکیل سعید اختر وایي که چېرې په ډیره اسماعیل خان کې د منظور پښتین وروستی ضمانت منظور شي نو هغه به ډیر ژر له زندانه ازاد کړی شي.

د پي ټي ایم وکیل وایي، چې څو ورځې وړاندې د منظور پښتین په دریمه مقدمه کې محکمې د ډیرو بحثونو وروسته ضمانت منظور کړ او د تېرو څو ورځو راهیسې په وروستۍ څلورمه مقدمه کې هم د هغه د ضمانت منلو هڅې روانې دي.

منظور پښتبن دوه اونۍ وړاندې د پېښور په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د پولیسو له لوري نیول شوی و چې په لر او بر کې د پرله پسې لاریونونو وروسته د هغه په دریو مقدمو کې ضمانت منظور شوی دی.

په منظور پښتین تور لګول شوی دی چې ګواکې د پاکستاني پوځیانو پر ضد او د آیین خلاف یې پارونکي څرګندونې کړې وې چې له همدې امله یې نیولی دی.

په منظور پښتین ټولې ۴۶ جالي مقدمې درج شوي دي چې له له ډلې یوازې څلور مقدمې رسمي شوې دي چې تر اوسه محکمې په دریو مقدمو کې د منظور پښتین ضمانت منلی دی.

د منظور پښتین د نیول کېدلو وروسته د لر او بر په ګډون په ټوله نړۍ کې پراخ احتجاجونه او غونډې روانې دي څو پاکستانی ریاست دې ته مجبور کړي چې د پي ټي ایم مشر منظور پښتبن خوشې کړي.

د هغه د خلاصون پر موخه د پښتون ژغورنې غورځنګ نورو مشرانو، محسن داوړ او علي وزیر چې پارلماني غړي هم بلل کېږي په قانوني بڼه او د لاریونونو له لاري ډیرې هڅې پیل کړې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او پلویان وايي، چې منظور پښتین د پښتنو لپاره د حق غوښتلو پر موخه مبارزه کوله ځکه د ریاست له لوري نیول شوی و..

د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو پر وینا که پاکستانی ریاست د دوی څومره غړي هم ونیسي نو دوی، به له خپلو مبارزو منع نه شي، بلکې د پښتنو لپاره به د حق غوښتلو مبارزه دوام ولري.

بلخوا بیا محسن داوړ بیا لا له وړاندې ویلي و چې منظور پښتین به د ولسونو د مبارزو په زور ازادوي .

پي ټي ایم د منظور پښتین په ننګه یوه بله تاریخي جلسه هم د روانې میاشتې پر ۱۶ مه نېټه په ډیره اسماعیل خان سیمه کې جوړوي چې په دغې جلسه کې به د ریاست د ظلمونو پر ضد او د منظور د خوشې کېدلو لپاره غږ پورته شي.

د یادولو ده چې د منظور پښتین د خلاصون پر موخه په ډیری لاریونونو کې د پاکستاني ریاست له لوري د پي ټي ایم یو شمیر غړي هم نیول شوي دي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com