fbpx

هغه هېوادونه چې د اور لګېدلو له امله پکې مړینه ټیټه ده

خبریال ډاټ کام: په ډیری هېوادونو کې د اور لګېدلو پېښې عامې شوي دي د دې ډول پېښو د رامنځته کېدلو له امله په یو شمېر هېوادونو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوړي، خو یو شمېر هغه هېوادونه هم شته چې پکې دا ډول پېښې ډیرې کمې لیدل کېږي او هم یې د مرګ ژوبلې شمېره ټیټه ښودل شوې ده.

اور لګېدنه په ډیری هېوادونو کې د انساني تېروتنې له امله رامنځته کېږي، یو شمېر پېښې د سګرټو څکلو، د برېښنا شارټۍ، د تېلو د استخراج او داسې نورو دلایلو له امله رامنځته کېږي چې د اور لمبو له امله یې پکې د انسانانو ژوند تباه کېږي او لاهم په ډیریدیدو ده.

په هر صورت خو په افغانستان کې بیا د اور لګېدو پېښې ډیرې رامنځته کېږي چې په اداره کولو کې ډیری وخت مسوولینو پاتې راځي چې په دې توګه پکې د مړیني کچه
د نورو هېوادونو په پرتله ډیره ښودل شوې ده.

په ټوله نړۍ کې د اور لګېدو پراخې پېښې ثبت شوي دي مګر په پرمختللو هېوادونو کې، زیان د امنیتي اقداماتو او د انسانانو ژوند ژغورول لپاره ګړندیو او مؤثره اقداماتو کولو له امله لږ تر لږه دی، موږ تاسې ته د یو څو هېوادونو په اړه معلومات درکوو چې په دې برخه کې خورا ټېټه مرګ ژوبله لري.

د اور له امله د انسانانو د وژنې لړۍ مخ پر وړاندې پر زیاتیدو ده دغه احصایه ورځ تر بلې د لوړیدا او ټېټېدا په حالت کې ده، خو په هر صورت فلنډ هغه هېواد دی چې په کال کې پکې ۱۸ کسان د اور له امله وژل کېږي.

له فلنډ را وروسته بیا هرکال یونان، هنګري او جاپان هم د هرو یو میلیون وګړو نفوسو له ډلې یې۱۶ کسان د اور په رامنځته شویو پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

خو په نړۍ کې بیا تر ټولو په خوشحاله هېواد ناروی او ډنمارک کې هم هر کال ۱۴ او ۱۳ کسان د اور په رامنځته شویو پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په متحده عربي اماراتو کې بیا په هرو یو میلیون کسانو کې د اور د رامنځته شویو پېښو په پایله کې ۱۲ کسان مړه کېږي، همدا شمېره بیا په سوډان، فرانسه او کاناډا هېوادونو کې هم ښودل کېږي.

او هغه هېوادونه چې د هر یو میلیون کسانو له ډلې پکې ۸ اته کسان د اور له امله وژل شوي دي هغه نیوزیلینډ او له دې بیا په ټېټه کچه پېښې په انګلستان، جرمني، هسپانیه، اسټرالیا، او ایټالیا هېوادونو کې ښودل شوي دي.

په دغو هېوادونو کې د اور لګېدو پېښې ځکه لږې دي چي دوی په ډیرې ارامۍ سره د هر ډول وسایلو په شتون سره ستر ستر اورونو مړه کوي چې په دې توګه یې د مرګ ژوبلې مخه نیولې ده.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com