fbpx

چارواکي: ډیر ژر به د ملنګ جان مزار ورغول شي

خبریال داټ کام/ ننګرهارکې د حماسي شاعر ملنګ جان د زوکړې ۱۰۵ مې کاليزې په وياړ علمي او څړنيز سيمينار تر سره شو

په دې سيمينار کې د ننګرهار چارواکو، له مرکزه راغلو لوړ پوړو فرهنګي چارواکو او د هېواد ۳۴ ولايتونو د فرهنګ رئيسانو، د ملنګ جان د کورنۍ غړو، اديبانو، فرهنګيانو، د پوهنتون استادانو او نورو ګډون کړی و.

سیمینار ته د ولسمشرغني په رالیږل شوي پيغام کې اروښاد ملنګ جان د هېواد جوړونې او د لر او بر افغانانو د يووالي شاعر بلل شوی و.

په ورته مهال د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د خپلو خبرو پرمهال وویلې، ننګرهارله کالونو وروسته يو ځل بيا مخکيني برم ته ګرځيدلی او اوس د دې ولايت په مملې بڼ او هسکې مېنې ولسوالۍ کې هم شاعران راټوليږي او د امنيت په فضاء کې مشاعرې او نورې ادبي غونډې کوي.

نوموړي زياته کړه، چې سيمينارونه فکري ويښتيا او پراختيا رامنځته کوي او په دې سره يو د بل منلو حوصله زياتيږي.

دی وايي فرهنګي ازادي په سياسي او اقتصادي ازادۍ اغيز لري او فرهنګي ازادي ده، چې اقتصادي او سیاسي ازادۍ ته رشد ورکوي.

هغه وويل، چې سالم فرهنګي او ټولنيز بدلون سره ژوند بدليږي او د اسلام مبارک دين کې هم د معاملاتو په برخه کې په پراخه کچه لارښوونې کړي دي.

بل لورته د اطلاعاتو فرهنګ وزارت فرهنګي معين محمد رسول باوري وويل، چې دوی د هېواد وياړونو په اړه په دې موخه سيمينارونه وړاندې کوي، ترڅو د هغوی ياد تازه وساتل شي او د هغوی فکر وپالل شي.

نوموړي وويل، چې د ارواښاد ملنګ جان د مزار جوړولو په موخه يې سروې کړې او ډېر ژر به يې مزار په پاخه او اساسي ډول ورغول شي.

هغه ملنګ جان د خوږو نغمو شاعر، د هېواد يووالي پالونکی او د ملت شاعر ياد کړ، چې ياد او فکر به يې تل ژوندی وي.

په سيمينار کې د ارواښاد ملنګ جان پر ژوند او شاعرۍ علمي مقالې هم ولوستل شوې.

وروسته له هغې د ملنګ جان د مزار د رغولو خبره او ژمنه بیا تازه کیږي، چې له دې وړاندې هم دا ډول ژمنې شوې وې خو عملي شوې نه وې.

ولسي شاعر ملنګ جان چې اصلي نوم يې محمد امين و په١٢٩٣لمريزکال د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ په چميارکلي کې وزيږيد، پلاريې ملک عبدالشکور نوميده، چې په درې کلنۍ کې ترې يتيم پاتې ش.

په پنځلس کلنۍ کې يې د خوارۍ مزدورۍ لپاره له خپلې کورنۍ سره د کامې داربنګ ته کډه وکړه او هملته يې د شعر ژبه ويانده شوه او ملنګ جان په نامه يې په خوږو نغمو پيل وکړ، د شلوکلونو په سرکې يې لومړۍ ترانه په اتحاد مشرقي ورځپاڼه کې خپره شوه، دا هغه مهال و چې شعرونه او نغمې يې د سندرغاړوخولو ته رسيدلې وې او پوره دنوم خاوند شوی وو .

دغه خوږ بې وسلې شاعر پر پښتني او افغاني ټولنې ونه لوراوه او د ١٣٣٦ کال د لړم په لسمه

کابل – جلال اباد لويې لارې د لته بند په کږليچونو کې ترافيکي پېښې له امله خپل يواځيني درې کلن زوی دوا جان سره شهيد شو، شعرونه يې د هېواد سربيره د نړۍ په کچه شهرت لري او تر ننه يې يادونه کيږي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com