fbpx

د لیمو بې سارې ګټې

لیمو په خپل ترکیب کې ډیرې ګټې لري، چې ځیني یې په لاندې ډول دي.

۱- لیمو چې د ویټامین سي مهم عنصر ګڼل کیږي د هر ډول ویرسونو ضد دی، نو ځکه د زکام، پوزې او سترګو څخه د اوبو تلو او همدارنګه دېته د ورته نورو امراضو تر ټولو غوره علاج بلل کیږي. که له زکام سره ژر خدای پاماني کول غواړئ؛ نو په خپلو خوړو کې لیمو وکاروئ.

۲- د لیمو په استعمال سره مو د بندونو د درد مخه نیول کیږي، او د روماتیزم په علاج کې مهم رول لري.

۳- که په خپلو خوړو او څښاک کې په کافي اندازه لیمو وکاروئ او یا یې په پوستکي ولګوئ نو جلدي حساسیت به مو راکم او ان له منځه ولاړ شي.

۴- که غواړئ چې له ملاریا، ټایپیډ او کولیرا ناروغیو څخه په امن کې اوسئ؛ نو لیمو استعمال کړئ.

۵- د میرمنو لپاره په رحم کې د ننه د وینې بهیدنه کموي.

۶- لیمو د نشې څخه د علاج لپاره موثر تمامیږي ډیری نشه یان له همدې لارې ګټه پورته کوي څو خپله نشه له منځه یوسي.

۷- که هر سهار یوه ګلاس اوبوته یوه قطره لیمو واچول شي، د ځیګر د ساتنې او په صفايي کی مهم رول لوبوي، او معده د زهریاتو څخه پاکه وي.

۸-  لیمو د پښتورګو مرضونو لپاره ګټور ثابتیږي، د پښتورګي ډبره او خاوره له منځه وړي، او ټول هغه جراثیم وژني، چې د بولو په مجرا کې ژوند کوي.

۹- د صحت په ساتنه کې ګټور تمامیږي او په جسم کې د طبیعي توازن ساتلو لپاره مرسته کوي.

۱۰- په لیمو کې د ګلایکو سایډس فلاون (Glycosides flavone) په نامه ماده وجود لري چې، د کینسر یا سرطاني غدو د نمو مخنیوی کوي.

۱۱- هغه څوک چې د معدې چینجي لري د لیمو په کارولو سره به یې دغه ناروغي ختمه شي.

۱۲- د وینې فشار تنظیموي.

۱۳- په لیمو کې د هسپیریډن (Hesperidin) په نامه موثر مواد شتون لري، چې د سترګو د ډیرو ستونزو د مخنیوي لپاره کارول کیږي او د سترګو دید زیاتوي.

۱۴- د غاښونو د رټې د ختمولو لپاره هم ښه کار کوي.

لیکونکی او راټولوونکی: الله نظر ترین

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com