fbpx

ماشومان ګلان دي مه یې وژنئ

خبریال ډاټ کام/ د ماشومانو د ژغورنې اداره یا سېو د چلډرن د جګړې له ښکیلو خواوو غواړي، چې د ماشومان پر ضد جګړه ودروي.

افغانستان د ماشومانو لپاره یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې په تېرو اتلسو کلونو کې پکې یو ماشوم هم په امنه فضا کې دنیا ته نه دی راغلی.

د یادې ادارې په تازه راپور کې راغلي، چې افغانستان، کانګو جمهوریت، عراق، یمن، مالي نایجریا، سومالیا، سوریه، جنوبي سوډان او د افریقا مرکزي جمهوریت هغه هېوادونه دي، چې ماشومان پکې تر ټولو ډېر ځورېږي.

د راپور له مخې، یوازې جګړې نه دي، چې د ماشومانو ژوند یې تریخ کړی دی، بلکې د جنسي تېري تر څنګ په یادو هېوادونو کې له ماشومانو څخه په وسله والو جګړو کې هم ګټه اخیستل کېږي.

د ماشوم ژغورنې د ادارې په راپورکې د یو افغان ماشوم نقل قول راخیستل شوی دی ، چې ویلي یې دي، ښوونځي ته د تګ پر مهال وېره ورسره وي، چې یا به یې ځانمرګی برید ژوند اخلي او یا به هم د کوم چا له لوري تښتول کېږي.

په یاد راپور کې له ښکېلو غاړو د ماشومانو ژوند ته د جدي پاملرنې غوښتنه شوې ده.

د راپور په وروستۍ برخه کې راغلي، د ماشومانو پر ضد جګړه ودورئ.

له افغان ماشومانو د جګړو او جنسي ځورونو سربیره بیوزلۍ هم تر ډیره ترې د تعلیم حقونه اخیستي دي.

د هېواد په ټولو ولایتونو کې په زیات شمیر ماشومان په درنو کارونو بوخت دي هغه، چې له د دوی راتلونکی له رواني او فزیکي اړخه زیانمنولای شي.

ولسي خلک هم د جګړې له ښکیلو خواوو د ماشومانو او میرمنو پر ساتنې ټینګار کوي او وایي، که هرڅه کیږي خو جګړه ماران دې بیګناه ملکي وګړي په ځانګړي ډول ماشومان او میرمنې نه وژني.

په دې وروستیو کې په شپنیو او هوایي بریدونو د ډيرو زیاتو بې ګناه ماشومانو ژوند واخیست.

ارواپوهان وایي، جګړې پر هیواد دومره ژوره اغیزه اچولې که بنده هم شي نو ښایي نوی نسل ماشومان هم پکې په اندیښنو او رواني ستونزو ژوند تیر کړي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com