fbpx

جلال اباد: د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لاریون وشو

خبریال ډاټ کام: نن د پنجشنبې په ورځ د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه سوله ييز لاريون وشو.

د چارواکو پر وینا دغه سوله ییز لاریون د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار ښځو بڼ کې مېرمنو د ( نړۍ يو بيليون ښځې د تاوتريخوالي مخنيوي په موخه دريږي) تر شعار لاندې سوله ييز لاريونه وکړ.

د دې سوله ييز لاريون پر مهال دوی په دغې ولایت کې د ښځو پر وړاندې د وروستیو تاوتریخوالي په اړه غږ پورته کړ چې ګواکې باید پر وړاندې جدي اقدامات وشي.

د معلوماتو له مخې د هېواد د نورو ولایتونو په څېر په ننګرهار ولایت کې هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ډیرې شوي دي، خو پر وړاندې عدالت هم پلی شوی دی.

لاریون والو د هېواد په ټولو وګړو بلکې په ننګرهاریانو باندې غږ وکړ چې د ښځو پر وړاندې دې د تاوتریخوالي په کمولو ګې مثبت رول ولوبوي او سمدستي دي لاس به کار شي څو پر وړاندې شته ستونزې حل شي.

د ننګرهار ولايت ټولنيزو او فرهنګي چارو مرستيالې حبيبې کاکړ هم له لاریون وروسته ښځو ته په خطاب کې وویل،”” دوی د ښځو حقونو ته په بشپړ ډول ژمن دي او د تاوتريخوالي په مخنيوي کې به د قانون له مخې جدي اقداماتو ته دوام ورکړي څو تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي.”

په ورته مهال په دغې ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې د ننګرهار ښځو چارو رئيسه فتانه عزيز هم تاییدوي او وایي،”” که چېرې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې قضيېو ته پر وخت رسيده ګي وشي او عاملین یې علني محاکمه شي مثبت ثابتېدلی شي.”

په دغې لاريون کې د افغان ښځو شبکې غړو، ښځينه دولتي مسئولينو او نورو مېرمنو هم ګډون کړی و، چې له خلکو او افغان حکومت څخه یې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي غوښتنه وکړه.

بلخوا د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون هم په یوې اعلامیه کې ویلي دي،چې په ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت کې د ښځینه وو شاملول هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له کبله یو څه ستونزمن شوي دي .

د یادولو ده چې افغان حکومت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو پر موخه له بیلاییلو قانوني او ولسي لارو چارو څخه ګټه اخلي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com