fbpx

دفاع وزارت او امنیتي ارګانونو کې د ښځو جنسي ځورونې !

خبریال ډاټ کام / د بشر د حقوقو خپلواک سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې دافغانستان په امنیتياو دفاعي ارګانونو کې ښځيله جنسي پلوه ځورول کېږي .

د بشر دحقوقو خپلواک کمېسیون له (۲۲۷۲) افغان امنیتي سرتېرو مېرمنو سره خبريکړي او دا راپور یې چمتو کړی دی .

په راپور کې راغلي دي چې  زیات شمېر مېرمنې  د دندې پر مهال د خپلو نارینه همکارانو او قومندانانو له لوري ځورول شوې دي.

د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسون د راپور له مخې، د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ډله کې ۴ سلنه یې ښځي دي چې د هغوی یوه لویه برخه له جنسيځورونو سره مخامخ ده .

دافغانستان ددفاع وزارت او انورو امنیتي ارګانونو په هرو سلو ښځو کې (۷) یې له جنسي پلوه ځورول شوې دي .‌

هم داراز پراخ شمېر نوري ښځي بیا د تعصبي چلنده سر ټکوي‌.

دافغانستان د بشر د حقوقو خپلواک کمېسیون دا راپور په داسيحال کې خپور کړی ، چې تازه د ناټو په درې ورځنۍ غونډه کې ددفاع سربرست وزیر دافغان امنیتيځواکونو لپاره لا نوره مرسته غوښتې ده ، خو د ناټو سرمنشي جینز سټالټنبرګ وویل چې ناټو افغانستان ته له امریکا سره یوځای تللې او یوځای به پرېکړي کوي .

په برسلز کې د خبریال ډاټ کام همکار چې د ناټو غونډي ته تللی وايي چې دا ځل ناټو د پخوا په څېر دافغانستان په ننګه ولاړه نه ښکارېده ، البته تر ډېره د ناټو مشر د خبریالانو د پوښتنو د ځوابولو پر مهال

دافغانستان په تړاو خبريوکړې .

که څه هم د بشر د حقوقو د خپلواک سازمان راپور د همېشه په څېر په د امنیتيارګانونو له لوريرد شوی ، خو په افغانستان کې د جنسي ځورونو پېښو ته همېشه خلکو توند غبرګون ښودلی دی .

که چېرته دافغانستان په دفاع وزارت او هم دا ډول نورو ادارو کې د ښځو جنسي ځورول هم دا ډول دوام ومومي، ښايي ډېری افغانان خپلي لوڼي امنیتي ادارو ته پرېنږديچې هلته کار وکړي

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com