fbpx

هند کې افغان محصلین له سختو ستونزو سره مخ دي

خبریال ډاټ کام: د هند په پوني ښار کې د بیلابیلو پوهنتونونو یو شمېر افغان محصلینو د یوه لاریون په ترڅ کې ویلي دي، چې دوی ته د حکومت له لوري د تېرو دوو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي.

افغان محصلین ادعا کوي چې دوی ته د دوو میاشتو د معاشونو ترڅنګ د اووه میاشتو کور کرایه هم نه ده ورکړل شوې، چې له امله یې له سختو مشکلاتو سره مخ کړي دي چې آن پور هم څوک نه ورکوي.

افغان محصلین وایي، چې د پیسو د نشتون له کبله دوی داهم نه شي کولی چې د زده کړو پر مهال خپلې اړتیا وې پوره کړي او پوهنتون ته تګ راتګ وکړي.

دوی وایي، چې د تېرو لسو ورځو راهیسې پرې یاد مشکلات نور هم ډیر شوي دي چې اوس دومره پیسې هم نلري چې خپلو پوهنتونونو ته پرې تګ راتګ وکړي.

افغان محصلینو د دغې لاریون په ترڅ کې له افغان حکومت غوښتي دي چې د دوی ستونزې دې ژر تر ژره حل کړي څو د پوهنتون درسونه یې ټکني نه شي.

په ټولنیزو رسنیو هم د هند په پوني ښار کې مېشتو افغان محصلینو له افغان حکومت ګیله کړې ده چې د تګ وروسته یې د دوی هیڅ پوښتنه نه ده کړې چې ایا معاش مو درسیږي؟ د کور کرایه مو درکول کېږي؟ دا او دې ته ورته نورې ستونزې هم شریکې کړي دي.

د افغان محصلینو د ستونزو د حل پر موخه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم خبر ورکړی دی چې د ټولو ستونزو ته به پر وخت رسیده ګي وشي.

د افغانستات د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب ویلی، چې تر دې دمه په هند کې د افغان محصلینو د معاش کموالي په اړه دوی ته کوم شکایت نه دی راغلی، خو دوی یاده ستونزه جدي نیولې ده.

د تهذیب پر وینا په ټولنیزو رسنیو د افغان محصلینو غږ اوریدلی دی چې په دې توګه به ډیر ژر د حل پر موخه جدي اقدامات ترسره شي.

هند ته هر کال له افغانستانه په سلګونه افغان محصلین د سکالرشیپونو له لاري ځي او هلته خپلې لوړې زده کړې په لسانس، ماسټري او دوکترا کې بشپړوي.

هند هغه هیواد دی چې په دې وروستیو پنځو کلونو کې له افغانستانه په زرګونه افغان محصلین د زده کړو پر موخه جزب کړي دي چې دا مهال هلته اوس هم په زرګونه افغان محصلین په زده کړو بوخت دي.

سږ کال هم د هند په سکالرشیپونو کې په سلګونه افغان محصلین د لسانس ، ماسټري او دوکترا لپاره بریالي شوي دي چې د تعلیمي کال د پیل سره سم به دغه ډله افغان محصلین هم د هند په لور وخوځېږي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایي، چې په اسیا کې یوازینی هند هېواد دی چې د افغانانو لپاره هر کال د نورو هېوادونو په پرتله تر ټولو ډیرو محصلینو ته په دې هېواد کې د زده کړو زمینه برابروي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com