fbpx

په بګرام پوځي اډه کې یو امریکایي سرتېری مړ شوی دی

خبریال ډاټ کام: د امریکا د دفاع وزارت له لوري په یوې خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې په افغانستان کې د دوی یو سرتیری په غیر نظامي پېښه کې مړ شوی دی.

د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې یو ۲۱ کلن امریکایي سرتیري په بګرام پوځي اډه کې په ناڅاپي ډول خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د امریکا دفاع وزارت وایي، چې د دغې پوځي له مړیني وروسته په یادې پوځي هډه کې څېړنې روانې دي څو دا معلومه کړي چې ولې دغه سرتیری له نطامي پېښې پرته د امریکایانو په منځ کې مړ شوی دی؟

د امریکایي سرچینو پر وینا ممکن دغې سرتیري ځان وژنه کړي وي، خو ویل کېږي داسې نښې نښانې هم نشته چې ګواکې نوموړي دې په خپله ځان وژنه کړي وي.

د یاد هېواد د دفاع وزارت وایي، چې د بشپړو څېړنو وروسته به د دغې امریکایي سرتیري کورنۍ او رسنیو ته کره معلومات په واک کې ورکړي.

د ۲۰۲۰ کال د پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا پنځلسو امریکایي پوځیانو ته پر بیلابیلو بریدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده چې یو شمېر یې ټپیان او یو شمېر یې وژل شوي ، خو د دوی مرګ ژوبله ورځ تر بلې په زیاتېدو ده.

د ۲۰۲۰ کال د پیلیدو لا څو ورځې تېرې شوې نه وې چې په کندهار ولایت کې د امریکایي سرتېرو پر یوه موټر ماین چاودنه وشوه چې امله یې موټر له منځه ولاړ او هم مهاله یې دوه امریکایي پوځیان ووژل شو.

هغه مهال د غوڅ ملاتړ ماموریت په یوې خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي و چې د دوو امریکایی پوځیانو ترڅنګ پکې دوه نور پوځیان هم ټپیان شوي و.

څو ورځې وړاندې د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې هم د افغان او بهرنیو ځواکونو په ناڅاپي نښته کې دوه امریکایي پوځیان وژل شوي و او ۵ نور پکې ټپیان و.

هغه مهال د امریکا دفاع وزارت د دغو دوو امریکایي سرتیرو هویت هم په ډاګه کړی و چې ګواکې له افغان ځواکونو سره په خپل منځي نښته کې ووژل شو.

په دغې پېښه کې د امریکایي پوځیانو له ډلې ۲۸ کلن جویر جګوار ګوتیرز او بل هم ۲۸ کلن انتونبو ری رودیګر د برید پر مهال وژل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان پر بیلابیلو ولایتونو کې د امریکایي پوځیانو له ډلې د ۲۴۰۰ څخه د پاسه پوځیان وژل شوي دي.

په تېر ۲۰۱۹ کال کې هم د افغانستان پر بیلاییلو ولایتونو کې د امریکا ۴۱ سرتېري وژل شوي دي.

د یادولو ده چې د طالبانو له مذاکراتي ټیم سره په قطر کې هم په دې وروستیو کې د سولې خبرې بیا تازه شوي دي او مهم پړاو ته رسېدلي دي چې ښایي له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د ایستلو په اړه هم پکې پرېکړه وشي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com