fbpx

کندوز: ماین چاودنې ۵ ماشومان شهیدان کړل

خبریال ډاټ کام: چارواکي وایي، چې د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله پنځه ماشومام شهیدان شوي او درې نور ټپیان دي.

یاده پېښه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم تایید کړې ده او ویلي دي چې ماین د وسله والو طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی وو چې له امله یې ماشومان شهیدان کړي .

د یاد وزارت ویاند نصرت رحیمي نن پر خپله فسبوک پاڼه باندې لیکلي دي چې دغه ماین تېر مازدیګر د دشت ارچي ولسوالۍ د شهراوان کلي د مولوي احمد مدرسي مخې ته چاودنه کړې ده.

د رحیمي پر وینا د وروستیو معلوماتو له مخې په دغې پېښه کې یوازې پنځه ماشومان شهیدان شوي دي او درې نورټپیان دي.

د دې ولایت د حوزوي روغتون مسوولینو هم خبر ورکړی دی چې د پېښې له ځایه ورته نهه تنه ماشومان وروړل شوي چې پنځه یې شهیدان شوي او څلور نور ټپیان دي.

د روغتون د مسوولینو پر وینا د دغې پېښې د دوو ټپیانو ماشومانو روغتیایي حالت سم دی او د دوو نورو حالت بیا نازک ښودل شوی دی، خو درملنه یې روانه ده.

وسله والو طالبانو بیا په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو حکومت ادعا کوي چې ماین د طالبانو له لوري ايښودل شوی و.

بلخوا وړمه شپه ملي امنیت د کندوز ولایت د مرکز اړوند په کوبهي کلي کې د وسله والو طالبانو د غیر قانوني زندان په ماتولولو سره د سپین ږیرو او ځوانانو په ګډون ۱۷ تنه راخوشې کړي دي.

د ملي امنیت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې زندانیانو د معلوماتو پر بنسټ، وسله والو طالبانو پر دوی ډېر ظلم کوه، ځورول یې، په تیارو خونو کې یې ساتل او هېڅ ډول بشري او انساني کرامت ته يي درناوی نه درلود.

په ورته مهال ویل کېږي چې په قطر کې وسله وال طالبان د امریکا سره هوکړه کړې چې تاوتریخوالی به کموي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com