fbpx

په کابل کې د عاشقانو ورځ څنګه ونمانځل شوه؟

خبریال ډاټ کام: هرکال د فبرورۍ پر ۱۴ مه نېټه د “ولنټاین ډای” یا د عاشقانو ورځې په نامه د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې نمانځل کېږي،خو دا ورځ اوس د افغانستان په پلازمېنه کابل کې هم دود شوې ده.

د معلوماتو له مخې نن د عاشقانو دغه ورځ د نړۍ پر بیلابیلو هېوادونو کې د مئینانو له لوري ونمانځل شوه چې پکې د مینې څرګندونې مهمولأ د عاشقانو د ورځې د کارت، د ګلانو ګیډۍ، شرییني، ټیلیفوني پیغامونه او نووو بیلابیلو ډالیو یو بل ته ورکړل شوې.

نن د دې ورځې کوربه پلازمېنه کابل هم و، د پلازمېنې په شهرنو سیمه کې د ګل فروشۍ کوڅې ټولې پر بیلابیلو انځورونو او سرو ګلانو باندې پوښل شوې وې چې یو شمېر مئینان یې لیدلو ته راغلي و او د خپلې مینې لپاره یې بیلابیلې ډالۍ په واک کې ورکړې.

د شهرنو ښار په ګل فروشۍ کوڅه کې د ګلانو ځیني پلورنکي وایي،چې د نورو ورځو په پرتله یې نن د مئینانو په ورځ د ګلانو خرڅلاو خورا ډیر شوی دی.

ویل کېږي چې په نړۍ کې اوس د سلو له مخې ۶۲ سلنه ځوانان د مئینانو ورځ لمانځي چې د اټکل له مخې ۱۵۰ میلیونه جوړ شوي کارټونه هم د ځوانانو له لوري یو بل ته لېږل کېږي څو یو بل خوښ وساتي.

په دغې ورځ نن یو شمېر افغان انجونو هم د خپل مئین سره یوځای انځورونه اخیستي دي او پر ټولنیزو رسنیو یې خپاره کړي دي دوی وویل، چې دوی په دغې ورځ یو بل ته د میني ښکارندوي کوي، پر وینا یې کولی شو د محبت او یوځای والي ورځ یې هم ومنو”

دغه راز په ټولنیزو رسنیو ډیری افغان ځوانانو دا ورځ د بیلاییلو پوسټونو په کولو سره هم ونمانځله او خپلو عاشقانو ته یې زړه راښکونکي پیغامونه ورسول، خو ترڅنګ یې ډیری ځوانانو پکې تفریح وکړه.

د دې ورځې تاریخچه:

د معلوماتو له مخې د دې ورځې د راتګ او نمانځلو د تاریخچې په اړه چې څه ویل کېږي تر ډیره افسانې ته ورته دي.

ویل کېږي له نن سلګونه کاله وړاندې پخوا د روم امپراتور پرېکړه وکړه، چې جګړې ته د تللو لپاره دې ځوانان واده نه کوي.

خو د کلیسا یوه کشیش چې نوم یې “سنټ والنټاین” و دغه پرېکړه یې غیر عادلانه وبلله او په پټه یې د سرتېرو او نجونو سره نکاح تړله، خو کله چې د وخت بادشاه له دغې کیسې خبریږۍ نو” والنټاین” زنداني کوي.

ویل کېږي، والنټاین د زندان پر مهال په یوې ساتونکي مئینیږي او په کومه ورځ چې اعدامیږي خپلې معشوقې ته د خدای په امانۍ په توګه یو لیک استوي.

او د لیک پر پای کې ورته لیکلي و ((ستا والنټاین))

د یادولو ده له همدغې ورځې وروسته دا ورځ تر ننه د نړۍ په یو شمېر ځایونو کې د عاشقانو په ورځ یادیږي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com