fbpx

د راډیو نړیواله ورځ !

خبریال ډاټ کام / د فبروۍ دیارلسمه نېټه هر کال په نړۍ کې د راډیو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي، د ۲۰۱۲ کال دسمبر پر اوولسمه، ملګرو ملتونو د فبرورۍ ۱۳ د رادیو د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله.

په افغانستان کې هم ځینو بنسټونو د رادیو دغه رسمي ورځ ولمانځله.

د راډیو له اختراع زیات کلونه تیریږي خو لا یي هم غږ روښانه دی او په نړیواله کچه د خبرولو او سیاسي شعور رابیدارولو په برخه کې موثره وسیله ګڼل کیږي.

په افغانستان کي د نی یا د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې، د معلوماتو پر اساس، په دغه هیواد کي ۶۳ فیصده خلک راډیو اوري.

راډیو د اطلاعاتو د رسولو په برخه کې یوه له غوره وسیلو شمیرل کیږي، چې د خبرونو، سیاسي، اقتصادي، تعلیمي او نورو پروګرامونو دلاري د خلکو ذهن روښانه کوي.

د پیغلې دیموکراسۍ په دې دور کې یي په خپرونو کې د مبتذله توکو مالګه یو څه زیاته بریښي، چې دا چاره بیا په افغاني کلتوري ټولنه کې ددې وسیلې پر وړاندې د خلکو فکرونه خرابوي.

په راډیویي مرکزونو کې د ښځینه او نارینه کارکوونکو شریکو خپرونو کې بربنډې مکالمې لامل شوي چې په ځانګړي ډول په دې رسنیزه وسیله کې د ښځینه وو پر کار کولو شکونه زیات کړي.

د رسنیو کارکوونکي د بیان له ازادۍ په غلط مفهوم اخیستلو سره خپلو مخاطبینو ته داسې توکي وړاندې کوي چې په اسلامي نصوصو او د هیواد په قوانینو کې یي منع راغلې.

ددې چارې لاملونه ښایي زیات وي خو له ټولو ستر لامل یي په رسنیو کې د داسې کسانو ګومارنه ده چې د هیواد له نافذه قوانینو او ژورنالیزم له سپیڅلتیا خبر نه دي.

دوی د لند مهاله کورسونو فارغ او یا په دې برخه کې مسلکي نه دي.

همداراز د رسنیو مالکین د مادي امکاناتو له اړخه په دې موقف کې نه دي چې مسلکي او په کار پوه اشخاص په کار وګوماري.

د اطلاعات او کلتور وزارت باید د افغانستان د قوانینو په رڼا کې د هیواد د رسنیزو وسایلو څخه خپریدونکي محتوا څارنه وکړي او که داسې موارد ومومي چې د هیواد له نافذه قوانینو سره اړخ نه لګوي، باید مخه یي ونیسي.

لیکوال: عبدالقیوم ساپی د خراسان پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي استاد

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com