fbpx

ړندو بمباریو سره رود کې (۸)‌ ملکي‌ وګړي ‌شهیدان کړل

خبریال ډاټ کام / د افغانستان ددفاع وزارت او ناټو ځواکونو په هم غږي‌ بمبار کې د ننګر هار ولایت د سره رود د ککړک په ګزک سیمه کې د ملکي‌ خلکو پر یوه موټر بمبار کړی چې پراخ تلفات یې اړولي دي .

په شهیدانو کې یو تنکی ماشوم او د یوه پلار درې زامن هم شامل دي .

د ننګرهار ځايي چارواکو خبریال ډاټ کام ته د بمبار پخلی وکړ ، خو د نورو جزیاتو له ورکولو یې ډډه وکړه .

په ننګرهار کې د خبریال ویب پاڼې همکارد ځايي خلکو له خولې وايي چې بمبار د جمعې په ورځ‌ ماذدیګر شوی ، او د خوګیاڼو ولسوالي ته تللي‌ د سرخرود وګړي‌ په نښه شوي دي .

که څه هم ددفاع وزارت او امریکا يي ځواکونو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي‌ ویلي‌،  خو د دفاع وزارت او او ناټو هوايي ځواکونه اکثره په افغانستان کې ړندې بمبارۍ کوي .

دافغانستان د ملي‌امنیت یوې سرچینې خبریال ته په دغه هوايي‌برید کې د ملکي‌ وګړو د تلفاتو یادونه وکړه خو هم مهاله یې وویل چې هدف د وسله والو طالبانو هغه ډله وه چې تازه د کوټي‌ شورا له لوري‌ دغه ولایت ته ګمارل شوي دي .

طالبانوپه یوه اعلامیه کې ویلي‌چې برید پر ولسي وګړو شوی .

دا هوايي‌برید په داسي‌وخت کې شوی چې تر بل هروخت په افغانستان کې د سولي‌ راتګ خبرونه ګرم دي‌.

ویل کېږي چې راتلونی ۲۲ تاریخ نه به تر ۲۹ تاریخ پوري طالبان په ټول هیواد کې د تاوتریخوالي په پېښو کې کمبوت راولي‌.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com