fbpx

نن د افغانستان څخه د سرو لښکرو د وتلو ۳۱مه کلیزه ده

خبریال ډاټ کام: د وخت د شوروي اتحاد ځواکونو چې د ۱۳۵۸ لمریز کال د مرغومې په ۶مه، یې پر افغانستان برید کړی و،۳۱ کاله مخکې د افغانانو د جهاد او مبارزې په پایله
کې د سلواغۍ پر ۲۶ مه له افغانستانه ووتل.

په همدې مناسبت نن شنبه په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان شوې ده چې پر بیلابیلو سیمو کې به د حکومتي چارواکو او ولسي وګړو له لوري به د شوروي اتحاد د ایستلو یاده ورځ ونمانځل شي.

د سرو لښکرو د وتلو په پار به نن په ارګ او نورو لوړ پوړو حکومتي ادارو کې هم د تل په څېر غونډې جوړې شي چې د جهاد پر لاسته راوړنو او له افغانستانه د شوروي پوځونو په وتلو به بحث او خبرې وشي.

افغانان وایي، افغانستان د شوروي اتحاد را وروسته نن هم د تاریخ په یوه اساس پړاو کې قرار لري چې د سولې پړاو هم په وروستیو کې دی یوازې اړتیا د افغانانو یو والي ته دی چې هرڅه به سم کړي.

افغانانو د شوروي اتحاد د وتلو ورځې په مناسبت په ډیر شمېر ولایتونو کې د غونډې کولو پلانونه جوړ کړي دي چې نن به یې په پار پراخې غونډې وکړي.

سرو لښکرو د مرغومې میاشتې پر ۶ د ځمکې او هوا له لاري پر افغانستان یرغل کړی و،.خو په ځواب کې له سختې ماتې سره مخ شول.

کله چې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان برید کاوه په نړۍ کې لوی سیاسي او پوځي ځواک بلل کېده لکه څرنګه چې نن په نړۍ کې امریکا دی.

هغه مهال له سلو زرو زیات شوروي سرتیري له افغان مجاهدینو سره په جګړه کې ښکېل شوي و، په ټوله کې شاوخوا پنځه لکه شوروي سرتیري افغانستان ته راغلل چې پنځلس زره یې د جګړو په ترڅ کې ووژل شول.

د دې ترڅنک د افغان شوروي د لس کلنې جګړې په ترڅ کې شاوخوا دوه ملیونه افغانان هم مړه او ټپیان شول چې سلګونه زره نورو افغانانو بیا خپل هېواد پرېښود.

سیاشي شنوونکي بیا وایي، چې د افغانستان ناخوالې د سرو لښکر له راتللو څخه سرچینه اخلي چې تر ننه یې دوام وکړ او لاهم یادې ناخوالې روانې دي.

خو مجاهدینو سور لښکر د ماتې په ترڅ کې اړ کړل څو د ۱۳۶۷ لمریز کال د سلواغې په ۲۶مه نېټه له افغانستان څخه پښې سپکې کړې او هېواد یې پرېښود..

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com