fbpx

مسلمیار: روسانو ته شرموونکي ماتې ورکول ستر ویاړ دی

خبریال ډاټ کام: د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار د شوروي اتحاد ځواکونو د وتلو د ۳۱ مې کلیزې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي دي چې هغه مهال د افغانستان غيور، مېړني، باشهامته او مجاهد ولس روسانو ته غاښ ماتی ځواب ورکړی و.

د شوروي اتحاد ځواکونه له نن ۳۱ کاله مخکې د افغانانو د جهاد او مبارزې په پایله کې د سلواغۍ پر ۲۶ مه نېټه له افغانستانه ووتل چې نن یاده ورځ د افغانستان د لوړ پوړو حکومتي چارواکو او ولسونو له لوري نمانځل کېږي.

فضل الهادي مسلمیار په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې نن د سلواغې شپږويشتمه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکو د وتلو ۳۱ مه کليزه ده، په دې ورځ ټول روسي ځواکونه له سختې شرموونکې ماتې سره مخ شول او د ملت د سرښندنو، مبارزې او قربانۍ له امله د وخت زبرځواک له افغانستانه وتلو ته اړ شو.

مسلمیار وویل، “”زه د جهاد سپېڅليو اتلانو او ګمنامو شهيدانو روحونو ته سلام او درناوى وړاندې کوم ټولو جهادي مشرانو، قوماندانانو، د شهيدانو وارثينو، غازيانو، کونډو او رنډو ته تسليت او ددې بريا مبارکي ورکوم. “”

د مسلمیار پر وینا شوروي اتحاد په افغانستان تر بريد د مخه د نړۍ تر ټولو زبرځواک هېواد بلل کیده خو د افغانستان غيور، مېړني، باشهامته او مجاهد ولس ورته غاښ ماتی ځواب ورکړ.

د نوموړي پر وینا په دغه لاره کې د سپېڅليو، باشهامته او غيورو مجاهدينو مېړانه او سرښندنه د ستاينې وړ ده او تاريخ سره يې نومونه په زرينو کرښو ثبت دي.

مسلمیار په وروستیو کې وایي، افغانان د نړۍ هغه وياړلى او نه ماتيدونکى ملت دى چې د نړۍ هر زورور او زبرځواک ته يې خپله مېړانه او له وطن څخه د وينې او سرونو په نذرانه د دفاع ثبوت وړاندې کړى او بيا هم د خاورې، ملت، ملي او ديني ارزښتونو او مقدساتو د دفاع لپاره هر وخت قربانۍ ته چمتو دي.

سرو لښکرو د مرغومې مېاشتې پر شپږمه نېټه د ځمکې او هوا له لارې پر افغانستان یرغل وکړ، خو د افغان ولس مجاهدینو له لوري ورته کلک ځواب ورکړل شو او له سختې ماتې سره مخ کړل.

هغه مهال چې شوروي اتحاد پر افغانستان برید کاوه دوی د نړۍ په کچه لومړنی تر ټولو قوي زبر ځواک بلل کېده لکه نن چې امریکا ثابته شوې ده.

د افغان مجاهدینو او شوریانو ترمنځ په جګړه کې دوه ملیونه افغانان شهیدان او ټپیان شول او سلګونه زره نورو افغانانو بیا خپل هېواد پریښود.

خو د شوروي اتحاد هم په جګړو کې له سلو زرو ډیر پوځیان ښکېل و چې له ډلې پنځلس زره ووژل شول.

د یادولو ده چې د سرو لښکرو په ۱۳۶۷ لمریز کال د سلواغې پر ۲۶ مه نېټه له مجاهدینو ماتې وخوړه او له افغانستانه یې پښې سپکې کړې چې په ویاړ یې هر کال دا ورځ نمانځل کېږي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com