fbpx

عبدالله: د دلوې ۲۶ مه د هېواد په تاریخ کې توره ده

خبریال ډاټ کام/ نن د دلوې ۲۶ مه له افغانستان نه  د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۱ مه کلیزه ده،چې هرکال په ټول هېواد دا ورځ عمومي رخصتي وي.

د افغانستان اجرائيه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله وایي، د دلوې د میاشتې ۲۶ مه  نېټه د هېواد په تاریخ کې تر ټولو ډيره توره ده.

د اجرائيه ریاست نه په خپره شوې اعلامیه کې د ډاکتر عبدالله له قوله ویل شوي: (( په دې ورځ د شوروي اتحاد پياوړی پوځ د افغان ملت پياوړي عزم ته تسلیم شول او په ډیرې خجالتۍ یې افغان خاوره پریښوده)).

د شوروري اتحاد پوځونه په کال ۱۳۵۸ کې افغانستان ته راغلل او په خپل لاس جوړ شوي حکومت کمونیستي رژیم یې قدرت ته ورساوه.

عبدالله عبدالله وایي، یاد رژیم په خپل واک کې پر افغان ملت له هیڅ راز ظلم نه لاس وانه خیست او وحشتونه یې وکړل.

نوموړی وايي دوی له هر راز ملي او بین المللي قوانینو سرغړونه وکړه.

عبدالله په اعلامیه کې ویلي، شوروي پوځ په نړۍ کې پياوړی پوځ پيژندل کیده خو د افغان میړني ولس له کلک غبرګون سره مخ شول او په پياوړي عزم سره یې شوروي پوځ ته ماتې ورکړه.

سرچینه وایي، شوروي پوځونو د افغان ملت د عزم پر وړاندې تسلیمي وښوده او ماتې یې وخوړه او په خبره یې له زیاتو مالي او ځاني زیانونو سره سره یې افغان خاوره پریښوده.

خبرپاڼه کاږي، دافغان ملت دې سپیڅلي جهاد په نړیواله کچه ظلم مات کړی او نورو ملتونو ته یې هم د ازادۍ اخیستلو دروازه پرانیستله.

عبدالله وایي، په هغو لسو کلونو کې افغانستان په کنډرو بدل شو او له یو میلیون زیاتو افغانانو قرباني ورکړه ، ژه زرګونه معلول او په میلیونونه مهاجرت ته اړشول.

نوموړی زیاتوی، شوروي اتحاد که څه هم په ډيرې خجالتۍ افغان خاوره پریښوده خو زیاتوی، کنډرې ، ویرانۍ او غمونه یې افغانانو ته پریښودلې.

عبدالله عبدالله هیله ښودلې ، چې په هیواد کې د سولې روانې هځې پایله ورکړي او دا ۴۰ کلنه اوږده جګړه پای ومومي.

نوموړی وایي، هیله من دی، چې د سولې روانې هڅې په هېواد کې ارامۍ او پرمختګ ته لاره هواره کړي.

عبدالله عبدالله وایي موږ د سولې اړوند هر اقدام ته هرکلی وایو او له هرڅه وړاندې سولې ته لومړیتوب ورکوو.

عبدالله په اعلامیه کې ویلي، د دلوې ۲۶ مه افغان ملت ته د ویاړ او بریالیتوب ورځ ده.

د یادولو ده ، چې د پخواني شوروي ځواکونو وروستۍ پوځي ډلګۍ د ۱۹۸۹ میلادي کال د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه د حیرتان پر بندر تېره شوه او د افغانستان اشغال رسماً پای ته ورسېد.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com