fbpx

ننګرهار: کامه کې دغیرقانوني کان کیندنې مخنیوی شوی

خبریال ډاټ کام/ غیرقانوني کان کیندنه په ټول هېواد کې د اندیښنې وړ خبره پيژندل کیږي او ډيری بیا په دې برخه کې حکومت په بې غورۍ او فساد تورنوي، چې مخنیوی یې نه کوي.

د غیر قانوني کان کیندنې ستونزه هیواد شموله مو ضوع ده، چې هیوادوال ترې ځوریږي او ګټه یې یواځې په شمار کسانو ته رسیږي.

خو په دې وروستیو کې په دې اړه د کانونو د وزار ت اقدامات چټک شوي او هیلې هم زیاتې شوي، چې د غیر قانوني کان کیندنو مخنیوی به کیږي.

تازه په ننګرهار کې د دې ولایت چارواکي خبر ورکوي، چې په کامې ولسوالۍ کی یې د غیر قانوني کاننن کیندنې مخنیوی کړی دی.

د ولایت د رسنیو دفتر وایي، په یاده ولسوالي کې یې هغه وسایل ترلاسه کړي کوم ، چې په وسیله به یې غیر قانوني کان کیندنې ترسره کیدلې.

سرچینې په دې اړه ډير جزیات نه دي خپاره کړي او نه یې هم ویلي، چې په دې اړه یې څوک نیولي او که نه.

د ننګرهار یو شمیر مدني فعالان وایي  د دې ولایت  د کامې ولسوالۍ سربیره په یو شمیر نورو ولسوالیو کې هم غیر قانوني کان کیندنې ترسره کیږي.

دوی وایي، د دې کانونو په ډیره ګټه د دولت وسله والو مخالفنیو ته ورځي او ګټه ترې اخلي.

مدني فعالان وایي، د دې ولایت ډيری کانونه په هغو سیمو کې دي، چې د دولت د وسله والو مخالفینو په واک کې دي او هلته دولت واک نه لري.

ولسي استازي هم مني، چې په دې ولایت کې غیر قانوني کان کیندنې ترسره کیږي او دولت یې په مخینوي کې پاتې راغلی.

دوی وایي اوسمهال د دې ولایت په شیرزادو، حصارک، خوږیاڼو، هسکه مینه او یوشمیر نورې ولسوالۍ غره ییزې سیمې، چې دولت هلته کنترول نه لري غیر قانوني کان کیندنې کیږي.

په دې ولایت کې نه یواځې له غیر قانوني کان کیندنو شکایتونه شتون لري د دې سربیره د لرګیو قاچاق هغه خبره ده ،چې په تړاو یې شکایتونه شتون لري.

خو چارواکي بیا وایي، د هر راز خپلسریو مخنیوی یې کړی دی.

والي شاه محمود میاخیل په یوه خبرپاڼه کې وایي، هیچا ته به په دې ولایت کې د غیر قانوني کان کیندنې، غصب، فساد کولو اجازه ورنکړي.

والي میاخیل وایي، په یو شمیر سیمو کې یې د غیر قانوني کان کیندنو مخنیوی کړی او زیاتوی هلته یې چې په اړه شکایتونه هم شتون لري د امنیتي ساحې د پراخیدو سره به مخنیوی وکړي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com