fbpx

امریکا متحده ایالت ته د چین خبرداری

خبریال ډاټ کام/ چینایي چارواکي وایي، د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې د دوی اقدامات چټک روان دي.

دوی وایي، چین هڅه کوي د دې ویروس مخنیوی وکړي څو یې اقتصاد نور هم زیانمن نه شي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې د خبرو پر مهال امریکا ته خبرداری ورکړی ، چې له کرونا ویروس سره مبارزه کې د موږ ته خنډ نه جوړوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وایي امریکا دې له کرونا یا کووید ۱۹ ناروغۍ سره د مبارزې په برخه ددوی په چارو کې خنډ نه جوړوي ځکه دوی هڅه کوي مخنیوی یې وکړي.

نوموړي زیاته کړې چین هڅه کوي دغه ویروس ډېر ژر کنټرول کړي څو د ددوی اقتصاد زیانمن نه کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې همدا راز پر امریکا غږ کړی چې که د دوی په چارو کې له لاسوهنې او خنډ جوړونې لاس وانخلي او یا هم امریکا داسې کوم کار وکړي نو چین له دوی سره سوداګریز تړونونه لغوه کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر په ښکاره نه دي ویلي، چې امریکا څه ډول خنډونه جوړوي خو تر دې وړاندې هم له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې بیجینګ د واشنګټن د همکارۍ وړاندیز رد کړی و.

په چین کې تازه د کرونا په نوم راپيدا شوي ویرو په چین کې سلګونه کسان ووژل او زرګونه نور پرې اخته دي.

دې ویروس په نړیواله کچه اندیښنې ولاړې کړي دي.

د جنورۍ ۲۵مه په چین کې دنوي کال لومړی ورځ وه خو د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د نوي کال د لمانځلو عمومي مراسم هم لغوه شول.

د روغتیا نړیوال سازمان هم د کرونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره نړیوال اضطراري حالت اعلان کړی دی.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com