fbpx

چین کې ۱۷۱۶ ډاکتران او نرسان په کرونا ویروس اخته شوي

خبریال ډاټ کام/ په چین کې دروغتیا ملي کمېسیون چارواکي وایي، چې تازه شمېر څرګندوي چې ۱۲۲ کسان نوي د کرونا وېروس له امله مړه شوي چې ۶ په کې روغتیايي کارکونکي دي.

د چین حکومت تیره ورځ په کرونا ویروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ او له دې اعلان سره معلومه شوه ، چې په چین کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۱۳۸۱ ته لوړ شوی دی.

چارواکي وایي، په چین کې ۱۷۱۶ روغتیايي کارکونکي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

په ورته مهال د روغتیا نړیوال سازمان هم ویلي، چې په ټوله نړۍ کې په دې وژونکي وېروس د اخته کسانو شمېر ۶۴ زرو ته رسېدلی، چې تقریباً ټول په چین کې دي.

د دې سازمان په وینا، له چین څخه د باندې  په دې وېروس د اخته کسانو شمېر په داسې ډراماتیک ډول نه دی لوړ شوی.

سره له دې چې کرونا وېروس په چین کې په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی، د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې د ویروس په شدت یا له دې امله د انساني تلفاتو په اندازه کې زیات بدلون نه دی راغلی.

د معلوماتو له مخې کرونا ویروس له چین څخه د باندې ۳۰ هېوادونو ته رسېدلی او تر ۵۰۰ زیات وګړي په دې ویروس اخته شوي دي.

د روغتیا په نړیوال سازمان کې د بېړنیو روغتیايي حالاتو د پروګرام مشر مایک راین تیره ورځ

وویلې، چې کرونا وېروس له دې امله په چټکۍ له چین نه د باندې نه دی وتلی، چې په هوايي ډګرونوکې خلک معاینه کېږي.

بل لورته جاپان هم په یوه تازه خبردادی کې ویلي، چې د کرونا ویروس له امله یې یو وګړی هلته مړ شوی دی.

دا له چین نه د باندې په کرونا ویروس د مړینې دریمه پېښه ده، چې ثبتیږي.

د جاپان له هېواد وړاندې په فلپین او هانګ کانګ کې هم د کرونا ویروس له امله دوه تنه مړه شوي دي.

د کرونا ویروس د چین د نوي کال مراسم هم لغوه کړل.

د جنورۍ ۲۵مه په چین کې دنوي کال لومړی ورځ وه ، خو د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د نوي کال د لمانځلو عمومي مراسم هم لغوه شول.

اوسمهال په چین کې د کرونا ویروس له امله  ډېر ښارونه قرنطین دي.

له چین سره نړیواله راکړه ورکړه هم د دې ویروس له امله ځنډیدلې او ډېرو نړیوالو هوايي شرکتونو چین ته پروازونه بند کړي دي.

دې ویروس په نړیواله کچه اندیښنې د دې لامل شوې، چې د روغتیا نړیوال سازمان یې د مخنیوي لپاره نړیوال اضطراري حالت اعلان کړی دی.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com