fbpx

دوو نورو مقدمو کې د پښتین ضمانت ومنل شو، احتمال شته چې نن ازاد شي

خبریال ډاټ کام: د ډیره اسماعیل خان محکمې وروسته دا ځل د ټانک سیمې یوې محکمې هم د منظور پښتین په دوو مقدمو کې ضمانت منلی دی اوس امکان شته چې د نن د پي ټي ایم مشر منظور پښتین له بند ازد کړی شي.

د معلوماتو له مخې د منظور پښتین په عریضه باندې دا مهال په ډیره اسماعیل خان سیمه کې هم اوریدنه کېږي.

د منظور پښتین وکیل ” اختر سعید” وایي، که چېرې نن هم د” پهار پور” په نوم پر یوې محکمه کې ضمانت ومنل شو او په بله کومه پټه جالي مقدمه کې بند پاتې نه شي نو امکان یې شته چې نن شنبه د فبرورۍ پر ۱۵ مه نېټه د ورځې تر پایه له زندانه ازاد کړی شي.

منظور پښتین د جنورۍ پر ۲۶مه او ۲۷ مه نېټه له نن ۱۸ ورځې وړاندې په ډیره اسماعیل سیمه کې د پاکستاني ریاست له لوري نیول شوی دی او د ۱۴ ورځو لپاره بیا زندان ته لېږل شوی و، خو د دغې زندان له ټاکلې نېټې څلور ورځې نورې هم اوښتې دي.

په منظور پښتبن تور دی چې په وزیرستان کې د یوې جلسې پر مهال د پاکستاني ریاست، پوځیانو او آئین خلاف یې د قانون پر ضد څرګندونې کړي دي چې له هندې امله یې نیولی دی.

خو د پي ټي ایم غړي او پلویان بیا د ریاست ادعاوي ردوي او وایي، چې منظور پښتین پاکستان د دې لپاره ونیوه چې د پښتنو حقونه یې غوښته او د زرګونه پښتنو او نړیوالو پر وړاندې د پاکستان له لوري په پښتنو د شویو ظلمونو څخه پر ده پورته کوله.

خو په ډیره اسماعیل خان سیمه کې محکمې په منظور پښتین د لګولو شویو تورونو په دریو مقدمو کې د هغه ضمانت منظور کړی دی چې، نن یې په ټانک سیمه کې هم ضمانت منل شوی او یوازې د یو ضمانت اوریدو لپاره هم نن اوریدنه کېږي.

د منظور پښتین وکیل “اختر سعید” وایي،په منظور پښتین ډیرې جالي مقدمې هم ثبت شوي دي ، خو که چېرې هغه رسمي شوي نه وي نو نن یې د خوشې کېدا امکان شته.

د اپه داسې حال کې ده چې د منظور پښتین د راخوشې کېدو لپاره د لر او بر په ګډون په ټوله نړۍ کې لاریونونه
او پراخې غونډې روانې دي.

د پي ټي ایم مشرانو ه تازه خبر ورکړی دی چې سبا د فبرورۍ پر ۱۶ مه نېټه هم په ډیره اسماعیل خان کې د زرګونه پښتنو په شتون کې به د پاکستاني ریاست پرضد او د منظور پښتین په ننګه ستره جلسه وشي.

د پي ټي ایم مخکښ مشر محسن داوړ له ټولو پښتنو غوښتي دي چې د حق غوښتنې په دې لویه ولسي غونډه کې دې له دوی سره ګډون وکړي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com