fbpx

طالبانو سره د سولې هره هوکړه په مشروط ډول لاسلیک کېږي

خبریال ډاټ کام: ارګ په یوې تازه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي دي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته امریکایي چارواکو ډاډ ورکړی دی چې هره هوکړه به په مشروط ډول لاسلیک کېږي.

ارګ دا خبر وروسته له هغې ورکړ کله چې ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د دفاع وزیر مارک اسپر سره په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ډاکټر زلمي خلیلزاد او د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر هم حضور درلود، وکتل.

ارګ وایي، په دغه کتنه کې چې د افغانستان له لوري امرالله صالح، اسدالله خالد او هارون چخانسوري هم حضور درلود، د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو څرګنده کړه، له طالبانو سره توافق چې احتمالا به په راتلونکو اونیو کې نهایي شي، مشروطه منځپانګه لري.

د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو له ولسمشر غني سره په دغې ناسته کې د سولې په اړه مهمې خبرې کړي دي ارګ وایي، امریکایي چارواکو ډاډ ورکړی دی چې طالبانو ورسره ژمنه کړې ده چې له تاوتریخوالې به لاس اخلي.

خبر پاڼه کې راغلي دي چې هغوی وویل، د توافقنامې هیڅ بند بې شرطه نه دی او طالبان ممکن په اغوا کوونکو تبلیغاتو لاس پورې کړي، اما واقعیت او اصل موضوع داده چې هغوی حاضر شول له جنګ او تاوتریخوالي لاس واخلي.

دواړو لوریو پر هغو میکانیزمونوچې د سولې پروسې پر مالکیت سربېره د افغان حکومت اِشراف او څارنه هم تضمینوي، په تفصیل خبرې وکړې.

مایک پمپیو وویل: ” پرېږدئ طالبان چې هر څه وایي، ودې وایي. له هره ځایه یې چې وایي، ودې وایي، اما واقعیت دادی چې باید هغوی له تروریزم او القاعده سره مخه ښه وکړي او له جنګه لاس واخلي. موږ د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړي وو، یوو او یوو به.“

په پام کې ده چې ولسمشر غني راتلونکې اونۍ د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو، د ټولنې بېلابېلو اقشارو، مدني ټولنې او سیاسي حلقو سره د مشورو لړۍ پیل کړي، ترڅو هغوی له جزئیاتو خبر کړي او د فرصتونو او احتمالي خطرونو په اړه له هغوی سره خبرې وکړې.

افغان حکومت وایي، د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوو چې دا پروسه به ټول نظامي او ملکي بنسټونه پیاوړي کړي او افغانستان نه یوازې تېر ته نه ورګرځي، بلکې په وضاحت سره د دولتي، ظرفیتونو، خصوصي سکتور او د وطنوالو د حقونو ملاتړ کوي.

د یادولو ده چې د امریکا او د طالبانو مذاکراتي ټیم ترمنځ خبرې په وروستي پړاو کې قرار لري ښایي په دې اونۍ ګې یولړ تړونونه هم لاسلیک کړي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com