fbpx

پاکستان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی

د شنونکو په باور له دې وروسته به پاکستان ډېره تکیه د امریکا پر ځای پر چین وکړي.

پر پاکستان د امريکا له سوداګریزو بنديزونو وروسته دغه هيواد له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی دی.

رویټرز اژانس د پاکستاني رسنیو په حواله خبر ورکړی دی، چې پاکستان له چین نه د دوه میلیارده ډالرو پور غوښتنه کړې ده. د راپور له مخې د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې له چين څخه ۲ مليارده ډالر پور تر لاسه کړي.

د شنونکو په باور له دې وروسته به پاکستان ډېره تکیه د امریکا پر ځای پر چین وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د اسلام اباد او واشنګټن تر منځ اړیکې د ترینګلتیا وروستي حد ته رسېدلې دي.

پر پاکستان بندیزونه وروسته له هغه لګول کېږي چې یاد هېواد په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې چوپه خوله پاتې شو او په دې خاوره کې یې د هغوی د پټنځایونو پر وړاندې هیڅ اقدامات ونه کړل.

Loading...