fbpx

په پاکستاني لارۍ کې ۱۰ټنه چاودېدونکي توکې نیول شوي

د ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي کې سرحدي پولیسو لس ټنه امونيم نايټريټ سره کشف او ترلاسه کړې چې په تور يې د يو پاکستاني په ګډون څلور تنه نيول شوي دي.

چارواکي وايي، ياد توکي له پاکستان څخه افغانستان ته رالېږدېدل، چې تورخم ښارګوټي کې ونيول شول.

د تورخم کميسار سمونيار وحيدالله نيازي وويل چې پولیسو د کشفي راپور پر اساس په پاکستانۍ لارۍ کې څلور تنو سره دوه سوه شل بورۍ امونيم نايټريټ سره نيولې ده.

نوموړي وويل چې له نيول شوو کسانو څخه يو يې پاکستانی وګړی دی. ده زياته کړه، په دغه موټر کې امونيم نايټريټ سره تر کېلو لاندې په ډېر مهارت سره ځاى پرځاى شوې وه.

دی زياتوي، له يادو توکو په چاودنو کې ګټه پورته کېږي او دلته د ترهګريزو بريدونو په خاطر راوړل کېږي. د نوموړي د معلوماتو له مخې، نيول شوو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی پوښتنې ترې روانې دي.

Loading...