fbpx

چین: جنوبي بحیرې ته د امریکایي کښتیو راتګ خواشیني کړي یو

چین وایي امریکا د چین جنوبي بهیرې ته چې پیکینګ یې د خپلو اوبو قلمرو بولي دوه جنګي کښۍ لېږلې دي.

چین وایي دوی د امریکا پر دې کار سخت خواشیني دي.

د امریکایي چارواکو له خولې ویل شوي چې یوه جنګي او یوه بله د ګزمې کښتۍ د لانجمنو پاراسل ټاپوګانو ته ۱۲ میله نږدې شوې دي.

چین هم ویلي چې پوځ یې سم له لاسه خپلې جنګي کښتۍ سیمې ته استولې څو د امریکایي کښتیو پېژندګلوي وکړي او ورته ووایي، چې ژر تر ژره دې له یادې سمې پښې سپکې کړي.

وروسته له هغه چې د روانې میاشتې په پيل کې یوه چینایي بم غورځونکې الوتکه چې د اټمي وسلو د لېږد توان لري د پاراسل ټاپوګانو په لویه اډه کې کېناسته، متحده ایالاتو په دغو ټاپوګانو کې د چین د پوځي خوځښتونو زیاتوالی په کلکو ټکو وغانده، خو اوس یې له دې سره سره خپلې جنګي کښتۍ یادې سیمې ته لېږلې دي.