The news is by your side.

د افغانستان ٢٥ جالب انځورونه، چې تراوسه به مو نه وي ليدلي

په ژوند کې په هر پړاو کې ډېرې جالبې او خندوونکې صحنې راځي، خو بيا ځينې ځينې خلک دا کمال هم لري، چې هغوى دا صحنې ثبت کړي او نور ډېر خلک هم ترې خوند واخلي.

کېداى شي تاسو سره به هم داسې ډېرې پېښې شوې وي، چې په يادولو به يې هر وخت له خندا شنه کېږئ، خو نن مو درته دلته داسې پنځه ويشت انځورونه راغونډ کړي دي، چې يوې خواته ډېر جالب دي او بلخوا ډېر خندوونکي هم دي.

ځينې صحنې يواځې د څو خلکو اړوند وي، خو ځينې بيا ټولو خلکو ته جالبې وي، همداسې انځورونه چې ټولو خلکو ته جالب دي، په دې ليسټ کې راغونډ شوي دي، په دې هيله چې د څو شېبو لپاره ترې خوند واخلئ.

١-: دا د ګلبدين حکمتيار يو مينه وال يا مجاهد د هغه سره د ډېرې مينې څخه د خپل دوکان نوم (ګل بدين کباړخانه) ايښى دى، خو يو شمېر خلک وايي، چې دا دوکان د ګل بدين سره ايله سم راغلى دى، چې په دې کې به د دوى څه راز وي؟

٢-: رباني که خداى بښي، نو وه دې يې بښي او که نه يې بښي، نو دا هم د خداى پاک او د رباني ترمنځ خبره ده، خو يو مينه وال يې ورسره د ډېرې مينې له امله خپل دوکان د هغه په نوم کړى دى، چې (رباني نسوار هاوس) دى، ايا کله مو (رباني نسوار) اچولي دي؟

٣-: ايا تاسو هم په دې باور لرئ، چې دا به د (اشرف غني درملتون) وي؟ که يې نه لرئ، خو ځينې خلک بيا دا باور لري، چې اشرف غني د افغانستان لپاره داسې دى، لکه د ناروغ لپاره چې ډاکتر وي، اوس په دې کې خبره کې رښتيا څومره دي، دا خو به راته تاسو ووايئ، خو اوس راته دا هم ووايئ، چې کله مو د (اشرف غني درملتون) څخه دارو اخيست؟

٤-: وطني يخچال به همدې ته وايي؟ کله مو داسې وطني يخچال ليدلى، چې تاوان يې نشته او ګټې يې ډېرې، يعنې له خربوزې او مولۍ نيولې، هر ډول ترکاري پکې شته، که يخچال نه لرئ، نو له دې تجربې ګټه پورته کړئ.

٥-: که د مجرانو ليسټ څومره هم اوږد دى، خو د دې مجرد بيا په واده پسې جبۍ شوې ده، که يې نه منئ، نو د ده عينکو ته وګورئ، بيچاره په ښځه پسې نور لېونى شوى دى. خو تاسو راته خپل حال ووايئ، چې ايا لېونتوب ته خو به نه يئ نږدې شوي؟

٦-: قربان د دې موټروان له دې تخنيک څخه. دا موټروان هم د ګټې په چل پوهېږي او هم د موټر په چل پوهېږي، ځکه خو يې د زيات تاوان پر ځاى، له دې څوکۍ ګټه پورته کړې، ايا کله مو دا تجربه کړې؟

٧-: مستريان به مو ډېر ليدلي وي او ډېر استاذان به وي، خو داسې استاذ به هېڅ کله پېدا نکړئ، تاسو وګورئ دې انځور ته لږ په غور، چې څومره په خوارۍ او ايماندارۍ دا خپله کراچۍ جوړوي.

٨-: اوس که څوک وايي، چې دا انځور د ښځو پر ضد جوړ شوى دى، نو په دې کې زموږ څه ګناه ده، خو تاسو هم د ځواب ورکولو څخه مخکې لږ فکر کوئ، هسې نه بيا له ځان سره وشرمېږئ.

٩-: چې ناروغ يې او ډاکټر درته يو درځن پيچکارۍ هم درکړي وي او بيا د پيچکارۍ لپاره درته څوک نه پېدا کېږي، نو موچي تر ټولو غوره کس دى، ځکه هغه هم ټوله ورځ په څپليو کې همدا ستنې ننباسي، او دا ستنه، خو بيا هېڅ خبره نه ده، که کله درته ډاکټر نه پېدا کېده، نو دا تجربه هم کولاى شئ.

١٠-: ويل کېږي چې په جلال اباد کې خو موټرسايکلې بندې شوې، اوس د کندهار د دې ځوان سره دا غم دى، چې هسې نه په کندهار کې موټرې بندې شي، نو له اوس نه يې ځان ته نمبرپلېټ اخيستى او د موټروانۍ تمرين کوي، خو ننګرهاريان هم کولاى شي چې له دې تجربې ګټه پورته کړي.

١١-: آفرين دې وي په دې ځوان، چې ژوندى څلى يې جوړ کړى او هر ځاى ته چې يې خوښه وي، له ځان سره يې وړي.

١٢-: يقين وکړئ، چې دا انځور رښتينى دى، او دا هم کابل دى، زموږ د پوليسو موټرې هم په وچه منډه وهلاى شي او هم په اوبو کې لکه د کشتۍ روان وي، نو چې کابل کې درته خداى پاک سيند درپه برخه کړي، نو سړى څه لېونى خو نه دى چې بل چرته ورپسې لاړ شي، که څنګه يارانو؟

١٣-: پسرلى خو بيا راغى، موږ خو تيار يو چې دا ځل هم له سرونو شنې هندوانې جوړې کړو، ايا تاسو تيار يئ؟

١٤-: دا خو ښه ده، کليوالي سيمه ده، خو غوا هم پوه شوې ده، چې په کابل کې لس لس ورځې برقونه نه وي، نو په دې تارونو کې خو بېخي برقونه نه راځي، ايا ستاسو په سيمه کې هم غواګانې د برقونو له تارونو سره لوبې کوي؟

١٥-: حکومت به منې، د ولس غم ورسره بېخي ډېر زيات دى، ځکه خو يې د کابل کندهار په لاره ورته دا وياله هم جوړه کړې، چې هم پکې اودس وشي او هم ورته ستړي مسافر لږه دمه وکړي او له دې خوندورې ويالې څخه خوند واخلي. که کله مو په کابل کندهار لاره سفر کړى وي، نو پوخ يقين مې دى چې تاسو به هم له دې خوږو اوبو څخه خوند اخيستى وي، نو بس خپله تجربه له موږ سره هم شريکه کړئ.

١٦-: هغه څنګه وايي، چې جوړ کړى چا دى او په ګټه يې څوک پوهېږي. د دې سراچې موټروان هم ايله د سراچې په ګټه پوه شوى دى، چې د ټرېلې هم سامان هم پکې وړاى شي.

١٧-: خلکو چېرته ورسېدل او زموږ دا ځوان چېرته، اوس خو د سيلفيانو زمانه شوه، خو د ده زړه بيا هم له سپياکو نه اوړي، خو دا ماته مجرد ښکاري، نور خو به نو تاسو پوه شوي يئ، که داسې عکس لرئ، نو موږ سره يې حتماً شريک کړئ.

١٨-: لوټه خو ډېر د کمال څخه ډکه ده، له سايکل نيولې، بيا تر الوتکې پرې پاکېداى شي، دا ځوان يې هم لکه چې په کابل کې د جلال اباد اډې څخه بيولى دى، تر څو هلته د الوتکې د پاکوالي خيال وساتي.

١٩-: دلته خو بايد تاسو د چايو شوقيان رامينشن کړئ، ځکه چې هغوى پوهېږي، چې که چاى ورته ورونه رسېږي، نو بيا يې حالت څه وي، خو کولاى شي چې له دې تجربې څخه ګټه پورته کړي.

٢٠-: اوس نه پوهېږم، چې تاسو به دې ته څه نوم اخلئ، خو هر چا چې دا کوټه جوړه کړې، هوښيار دى او د تخنيک ستاينه يې بايد وشي، کنجوسي نه ده پکار.

٢١-: موږ بايد د خپلو ترافيکو خدمت وکړو او هغه هم په داسې ورځ، چې په کابل کې سېلاب هم راغلى وي، نو بيا ترافيک بېچاره چې ټوله ورځ په سرک ولاړ وي او د غرمې ډوډۍ هم په قلاره ونه خوري، نو دا خو ډېر زياتى دى، که څنګه ملګرو؟

٢٢-: وايي، د بارانه پټېدم او د ناوې لاندې مې شپه شوه، دې ځوان هم د باران له امله لارې ته نه کتل او په تادۍ کې يې کور ته ځان رساوه، اوس يې تاسو حال وګورئ، چې دغه وخت به يې فيلينګ څه و؟

٢٣-: اوس مو نو په زړونو لاسونه کېږدئ، په ځانګړې توګه مجردان خو ټول غرق دي. وايي دې افغانې نجلۍ له دې توري سره واده وکړ، بس ستاسو دې الله مل شي.

٢٤-: وايم آفرين دې وي په دې ځوان، د هېواد سره د مينې لپاره يې نور ځاى پېدا نکړ، نو په لوبغالي کې يې د افغانستان بېرغ رسم کړ، د هېواد سره همداسې لېونۍ مينه پکار ده.

٢٥-: که څه هم دا انځور د خپرولو نه دى، خو زموږ لپاره د خندا تر څنګ ډېره لويه بدبختي هم دا ده، چې ډېرى ځوانان مو په لارو کوڅو کې دا عمل ترسره کوي، ايا تاسو خو به د دې عمل ښکار نه يئ؟

ليدونکو او لوستونکو!

دا ٢٥ انځورونه مو ستاسو د ساعتېرۍ يا هم د خوښۍ لپاره راټول کړي و، که ستاسو انځور پکې وي، نو وبښئ، خو که پکې نه وي، نو بيا يې موږ ته راولېږئ، تر څو په دې انځورونو کې يې ورزيات کړي. بيا هم په تاسو آفرين چې له خپلو ملګرو سره دا انځورونه شريکوئ.