The news is by your side.

پاکستان د ملخانو له سترګواښ سره مخ دی

خبریال وېب پاڼه / پاکستان چې په دې وروستیو کې پکې کرونا ویروس هم په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی او دغه راز یې د وروستیو سیاسي کشمکشونو له امله اقتصاد هم مخ پر ځوړ دی له دې سره سره یې ګڼې کروندې ملخانو تر برید لاندې نیولې دي.

پاکستاني کارپوهان وایي پاکستان لپاره ملخان تر کرونا ستر ګواښ دی او لازمه ده چې پر وړاندې یې مبارزه عملي او ګړندۍ شي.

له څه مودې راهیسې په پاکستان کې د کرونا د وبا سربیره ملخانو هم په یاد هیواد کې په شنو فصلونو یرغل پيل کړی او لاهم دوام لري.

پاکستاني کروندګر وایي د ملخانو له امله یې زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې چې په کې ولاړ فصلونه وو له منځه تللي او یا هم د له منځه تللو په حال کې دي.

دوی وایي که اړونده ادارې په دې برخه کې لاس په کار نه شي نو ښايي د کرونا نه سخت لوی ناورین ملخان رامنځته کړي.

که څه هم د یاد هېواد د غذایي امنیت وزارت ویلي، چې وضعیت تر کنټرول لاندې دی خو د پاکستاني کارپوهانو په خبره هغه څه چې پاکستان تر کرونا ډېر زیانمنولی شي هغه ملخان دي.

دوی وایي، که د دې ګواښ پر وړاندې بېړني اقدامات ونشي نو پاکستان به په بېسارې توګه له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان شي.

اوسمهال مهال په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس د نړۍ هیوادونو ته اقتصادي ضربه رسولې ده.

د کرونا ویروس په راتګ سره پر پاکستان سوداګریزې پولې د کرونا ویروس د خپریدو له ویرې وتړل شوې او دا د دې لامل شو چې خلک له ستونزو سره مخ شي.

اوس د کرونا سربیره د پاکستان اقتصاد د ملخانو له لوري هم له ننګونو سره مخ دی.

د راپورونو له مخې، پاکستان د اسیا له پراختیایي بانک څخه د دې ګواښ پر وړاندې د مبارزې لپاره ۲۰۰ میلیونه ډالر مرسته غوښتې دي.

خو بل لورته اقتصادي کارپوهان وایي، وېره لري چې دا پېسې به هم لکه د نورو مرستو په څېر شخصي جېبونو ته لاړې شي.

دا په داسې حال کې ده ، چې د پاکستاني روغتیاپالانو  د تازه شمیرو له مخې په دې هیواد کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې کرونا ویروس ۱۱۹ تنه مړه کړي چې په دې سره په پاکستان کې د کرونا له امله د مړو شویو کسانو شمیر تر ۳۵۰۰ څخه واوښت.

پاکستان کې د کنټرول او عملیاتو دملي مرکز د تازه شمیرو له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په پاکستان کې ۹۵۱ کسان په کرونا وایرس اخته شوي دي.

د معلوماتو له مخې په ټول پاکستان کې اوسمهال د کرونا وایرس دثبت شویو پېښو شمیره یو لک،۷۶زره او ۶۱۷ ته رسېدلې ده او  له دې جملې څخه ۶۷ زره او ۸۹۲ ناروغان بیرته رغیدلي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.