The news is by your side.

وينا ملک له خاوند طلاق اخيستى

د پاکستاني فلمونو ستورې وينا ملک له خپل خاوند څخه طلاق اخيستى دى.

وينا ملک پاکستانۍ فلمي ستورې ده، چې په هندي فلمونو کې يې هم کار کړى دى، نوموړې په هندي فلمونو کې نيمه لوڅه راڅرګنده شوې وه، چې ځينو انځورونو يې د خلکو تند غبرګونونه هم راپارولي ول.

وينا ملک په يوه ټلويزيوني مرکه کې ويلي دي، چې اوس د خپلو دوه زامنو سره ژوند کوي او له خپل خاوند څخه يې طلاق اخيستى دى.

هغې زياته کړې ده، چې په فلمونو او ډرامو کې يې کار وکړ او بيا يې واده هم وکړ، نو اوس يې ټول ارمانونه پوره شوي دي او نور د هېڅ څه کولو پلان نه لري.

هغه وايي چې د کاميابۍ پر مهال يې واده وکړ او ډېرې قربانۍ يې ورکړې، خو اوس يې له خاوند څخه طلاق اخيستى دى.

ياده دې وي چې يو کال مخکې د وينا ملک او خاوند ترمنځ يې د بېلتون خبرې روانې وې، چې بيا ورته د پاکستان مشهور تبليغي مولانا طارق جميل سوله وکړه او دواړه يې له طلاق څخه وساتل.

همدا راز مولانا طارق جميل د وينا ملک نکاح هم تړلې وه او د پاکستاني رسنيو د وينا تر مخه، مولانا طارق جميل وينا ملک ته خپله لور هم ويلې وه.