د نازیه اقبال پر لوڼو جنسي تېری شوی

د پښتو ژبې مشهورې سندرغاړې نازیه اقبال په خپل ورور تور پوری کړی، چې د هغې له دوو کم عمره لوڼو سره یې زور زیاتی کړی او له همدې امله پولیسو د هغې ورور نیولی دی.
د کوزې پښتونخوا د سوات دې سندرغاړې د پنجاب د پولیسو یوې حوزې ( روات تهاڼه) ته شکایت کې ویلي، چې ورور افتخار احمد یې داسې مهال په خپلو سترګو لیدلی، چې د هغې پر دوو دولس او اته کلنو لوڼو یې جنسي تېری کاوه.
نازیه اقبال اوس مهال د راولپنډۍ په بحریه ټاون کې اوسېږي.
هغه وايي، د موسیقۍ پروګرامونو کې د ډېرې بوختیا له امله یې د لوڼو ساتنه د هغوی ماما افتخار احمد کوله.
دغې سندرغاړې خپل شکایت کې دا هم ویلي، چې په ځلونو یې ورته لوڼو له خپل ماما شکایت کاوه، چې له هغوی سره جنسي زورزیاتی کوي؛ خو افتخار به د حال ویلو له ډاره د ویډیويي کليپونو په ښودلو سره پر مرګ ګواښلې.
نازیه اقبال ویلي، تېره ورځ ګهیځ مهال د خپلې لور ژړا اورېدو سره د هغې کوټې په ورتلو یې خپله ولیدل، چې ماما یې پر خپلې خورزې جنسي تېری کوي.
اقبال ويلي، د هغې او خاوند جاوید فضا راتلو سره سم یې ورور افتخاراحمد له کوره په تېښته بریالی شوی.
په ورته وخت کې پاکستانۍ ډان ورځپاڼې ته د روات د پولیسو حوزې مشر ويلي، په لومړنیو طبي معاینو کې ښکاره شوي، چې د نازیه اقبال پر کوچنیو لوڼو جنسي تېری شوی.