The news is by your side.

روسیه هم د ټرمپ په ناسمو سیاستونو بې باوره شوې

خبریال وېب پاڼه/په دې وروستیو کې پر ټرمپ باندې د غربي هېوادونو او په کور د ننه د نیوکو څپې لوړې شوې دي او تمه ده چې په را روانو ولسمشریزو ټاکنو کې ژور بدلونونه راشي.

ولادیمیر پوتین په دې وروستیو کې د نړۍ په وروستیو حالاتو د اندېښنې په پار د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ باندې خپل باور له لاسه ورکړی دی. نوموړی وایي چې په نړۍ کې د روان وضعیت په اړه اندېښمن دی او نه پوهېږي چې په دې حساسو شرایطو کې څه ډول کولی شي د مهمو مسایلو په اړه له خپل امریکایي سیال سره خبرې اترې وکړي.

روسیه وروسته تر هغه دا اندېښنې په ډاګه کوي چې کرونا وبا ټوله نړۍ له تر اقتصادي، روغتیایي او ټولنیز کړکېچ سره مخ شوې ده. د کرملین د ویاند په وینا روانو حالاتو او د امریکا نا متوازن دریځ ته په کتو پر ټرمپ د پوتین باور نور هم کم شوی دی.

دا په هداسې حال کې ده چې په خپله په کور د ننه هم امریکایي سیاستوال د ټرمپ په دریځ او ناسمو سیاستونو باندې کلکې نیوکې کوي او نوموړی د څه د پاسه یو لک امریکایي وګړو د مړینې مسؤل بولي چې د کرونا له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.

په ورته وخت کې ټرمپ هم چوپ پاتې شوی نه دی او نومړی هره ورځ د امریکایي سیاستوالو پر وړاندې توند غبرګون ښیي. ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې د امریکا د بهرنیو چارو په پخواني وزیر جان کېري باندې توندې نیوکې کړي دي. نوموړي وایي چې کېري ایران ته د ده د ناکامۍ په صورت کې د امریکا د ډالۍ کولو ژمنې کړې دي.

کېري وړمه ورځ په خپلو څرګندونو کې ویلي وو چې که ټرمپ بیا ځلي ولسمشر شي، په امریکا کې ښایي انقلاب را منځته شي. ښاغلي جان کیري همدازار ویلي وو چې د ټرمپ له امله د امریکا برم ته زیات تاوان اوښتی دی او په خبره یې که بیا ځلي ولسمشر کېږي نو امریکا به تر دې هم بدتر حالت ته لاړه شي.

روسیې ویلي چې نړۍ له خورا پیچلي وضعیت سره مخ ده او د دې لپاره په کار ده چې ځواکمن هېوادونه مهمې پرېکړې وکړي خو په وینا یې په تمه پاتې کېدل ستونزې لا ډېرولی شي. د کریملین ویاند پیسکوف دغه راز زیاته کړې ده چې پر ټرمپ د امریکایانو غوسې ته په کتو ښایي امریکا کې تر ټاکنو وروسته ژور بدلونونه راشي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.