fbpx

د هندواڼې ګټې

ګرمۍ کې انسان یخو خوراکونو ته ډیره اړتیا لري، د اوړي له خوراکونو څخه یو هندواڼه ده چې د ګرمۍ په موسم کې انسان ورته اړتیا لري.
انسان په بدن کې د اوبو د پوره کولو د ازرښتمنو خوراکونو له جملې یو هم هندواڼه ده، ځکه چې ۹۲ سلنه برخه یې له اوبو جوړه او د روغتیا لپاره ګټوره ده.
هندواڼه کې ډیر ویټامین لکه ویټامین A,B,C،B6، پوتاشیم او لایکوپین شتون لري، خو په یاد ولرئ چې د هندواڼې ډیر خوراک زیانمن هم وي.
هندواڼه د کلورا او داسې نورو بیماریو لامل کیدلی شي، د ډير خوراک له امله د انسان د معدې په ستونزه اخته کوي چې اسهال، کلورا او ګیس په څیر د ناروغیو لامل کیږي، ځکه په هندواڼه کې د SORBITOL او لایکوپین په نوم مواد موجود دي چې د هضم نظام خرابوي.
د هندواڼې ډیر خوراک د ګلوکوز کچه لوړوي، که یو کس د شکر ناروغي ولري نو د هندواڼې خوراک یې شکر لوړوي، ځکه په دې کې ګلیسمک انډیکس شتون لري چې د شکر ناروغ لپاره زیانمن کیدلی شي.
بدن د اوبو ډیرول د هندواڼې په خوراک سره کیږي، که چیرته په بدن کې اوبه زیاتي شي نو د بدن مالګه او د سوډا اندازه کمیږي، چې له امله د انسان سر ورباندې څرخي او درد کوي، په بدن کې د اوبو ډيریدلو سره که چیرته څوک د بدن څخه اوبه ونه باسي نو د ویني حرکت چټکوي، د سوځښت او د پختوګو د ناروغتیا لامل کیږي.
په بدن کې د پوټاشیمو ډیروالی هم انسان لپاره زیانمن دی، خو هندواڼه په ډیره پیمانه پوټاشیم لري چې د هډوکو، غړو او د زړه لپاره ګټور دي، خو د کمزورو زړونو لرونکو لپاره ستونزي ورپښوي.
ورځ کې باید یو کس څومره هندواڼه وخوري؟
د پوهانو له مخې ۱۰۰ ګرامه هندواڼه کې ۳۰ کلوریز چې له اوبو جوړ وي شته، یو انسان په اسانۍ سره نیمه کیلو هندواڼه خوړلی شي چې د کلوریز اندازه یې ۱۵۰ ته رسیږي، همدارنګه په ۱۰۰ ګرامه هندواڼه کې ۶ ګرامه خواږه هم وي، چې د نیم کیلو هندواڼې سره یې ۳۰ ګرامو ته اندازه لوړیږي.