The news is by your side.

غني ١٢ نوماند وزیران معرفي کړي او د عبدالله د وزیرانو درک نشته

خبریال وېب پاڼه/ د نوماند وزیرانو پېژندنې په اړه د سپېدار ټيم خپل منځي اختلافات!

سرچینه وايي د سپېدار ټیم په تېرو دوه ورځو کې د نوماند وزیرانو څو نوملړه برابره کړي وو، خو بیاهم په کې بدلونونه راغلي دي.

د عبدالله عبدالله په ټیم کې خپل منځي اختلافات د دې لامل شوي دي چې د سپېدار له لوري د نوماند وزیرانو نوملړ ارګ ته وانه ستول شي.

که څه هم د سرچینو په خبره په تېرو دوه ورځو کې سپېدار کې د نوماند وزیرانو څو نوملړه برابره شوي دي خو بیا هم په کې ادلون بدلون راغلی دی.

ولسي جرګه بیا د ارګ او سپېدار تر منځ اختلافات د نوماند وزیرانو معرفي کېدو په وړاندې یوه ستونزه ګڼي.

د اشرف غني او عبدالله تر منځ د سیاسي هوکړې لاس لیک څخه یوه میاشت او درې ورځې تیریږي د کابینې د پنځوس پنځوس د هوکړې مهمو مادو څخه شمېرل کیږي.

په دغه موده کې ولسمشر غني لږ تر لږه دولس نوماند وزیران معرفي کړي خو د عبدالله عبدالله د وزیرانو نوملړ څه درک نشته.

د سپېدار څخه یو کس چې نه غواړي نوم يي واخیستل شي، خبریال وېب پانې ته وايي، چې په سپېدار کې د څو ورځو را په دې خوا د دغو څېرو پر سر جنجالونه او خبرې روانې دي.

مسعود اندرابي، نورحمان اخلاقي، معصومه خاورې، انوارالحق احدي، مصطفی مستور، عباس بصیر، بشیراحمد تهینج، قدرتالله ذکي، کنشگا ترکستانی، فضلاحمد معنوي؛ نجیبآقا فهیم، حسن عبدالحی او سید سعادت منصور نادري دا هغه کسان دي چې تر اوسه څو ځله د عبدالله عبدالله له خوا ولسمشر غني ته وړاندي شوي دي .

یوه بله سرچینه وايي چې د عبدالله د څو وزارتونو خونو له ډلې درې وزارتونه يي انوارالحق احدي پوري اړوندیږي.

خو د ولسي جرګې غړي وايي چې په لومړي ګام کې د عبدالله عبدالله ټیم خپل منځي او بیا د ارګ او سپېدار تر منځ د معرفي شویو څېرو پرسر اختلافات د کابینې معرفي کېدو بهیر له ځند سره مخ کړی.

ولسمشرۍ ماڼۍ د اختلافاتو په اړه څه نه وايي خو ټینګار کوي چې خبرې لاهم دوام لري.

معرفي شوي نوماند وزیرانن له ارګ او سپیدار فلتر څخه په اسانۍ سره تیریږي خو ولسي جرګه کې له فلتر څخه تېرېدل ګران کار دی.

په تېرو کې بیا ډېر نوماند وزیرانو له ډېرو هیلو سره ولسي جرګې ته تللي خو له هغه څخه ناهیلي راستانه شوي دي.

که څه هم ولسمشر غني بیا ځل ژمنې کړي چې د وزارتونو سرپرستۍ ته پای ورکوي، خو د ملي یووالي حکومت تجربه ښيي چې دغه ژمنې په اسانۍ سره نه عملي کیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.