fbpx

د غاښونو لپاره ۱۰ سپارښتنې

ډیر خلک له دې سر ټکوي،چې هره ورځ خپل غاښونه برسوم، خو پایله یې زما دخوښې برعکس وي.

ځینې وايي: هره ورځ یو ځل غاښونه برسوم، ځینې بیا وايي: ډېر کریم هم کاروم، خو غاښونه مې نه سپینیږي.

که سپینه یې ووایو دغاښونو دپاکولو او سپینولو په برخه کې دا طریقه ناسمه ده ځکه خو یې پایله هم ناسمه راخیژي،

دسپینو غاښونو لپاره لس سپارښتنې خپلو لوستونکو ته وړاندې کوو.

۱له سهارنۍ وړاندې مو غاښونه ووینځئ.

دا وخت دغاښونو لپاره غوره وخت دی، زموږ په خوله کې دخوړو پاتې شوني ددې لامل ګرځي، چې میکروب راټول شي او هغه تروشه ماده راپنځیږي، چې دغاښونو دچینچتوب لامل ګرځي.

۲دغاښونو دوینځلو طریقه:

د ورۍ او دغاښونو دبرس ترمنځ ۴۵ درجې زاویه وټاکې، دهرو پنځو ثانیو لپاره برس په دایروي بڼه وخوځوئ،

بیا دپنځو ثانیو لپاره بل غاښ ته ورشئ، همدا خپل عادت وګرځوئ.

۳هره ورځ باید د دوو دقیقو لپاره دوه ځل غاښونه ووینځئ.

هره ورځ باید د دوو دقیقو په مخه دوه ځل خپل غاښونه ووینځئ.

۴باریکه ورۍ؟

که چیرې مو ورۍ باریکه او ژر وینه کوي، دا مهال باید هغه برس وکاروئ، چې سرونه یې ګرد وي.

۵له خوب یو ساعت وړاندې له خوړو لاس واخلئ.

ددې کار ګټه داده، چې ستاسې په خوله کې لاړې پاتې خواړه له منځه وړي، پردې سربېره هغه تروه ماده، چې میکروب پنځوي له منځه وړي.

۶د کریم اندازه باید دنخود په اندازه وي.

که تاسې پوښتې، چې څومره کریم باید وکارول شي نو دا باید دنخود په اندازه وي.

۷دغاښونو برس مه لمدوئ.

له برس وهلو وړاندې برس مه لمدوئ،دا درسره دپړسوب پر مهال مرسته کوي.

۸۲-۴ سپارښتنه په یاد لرئ.

که تاسې هره ورځ د دوو دقیقو لپاره خپل غاښونه برس کړئ، نو غاښونه به مو کلک او محکم وي او کولای شئ،

چې څلور ځلې ډوډۍ وخورئ. خو که له څلورو ځلو زیاته ډوډۍ خورئ باید بیا درې ځل غاښونه ووینځئ.

۹هغه ورۍ، چې وینه کوي.

که دغاښونو دپاکولو په موخه له تار څخه کار اخلئ کېدای شي دا دورۍ دپړسوب لامل شي، خو که چیرې په منظمه توګه دا کار کوئ او ورۍ مو وینه کېدله ، دا مهال بیا اړینه ده، چې ډاکتر ته ولاړ شئ.

۱۰له الکولو پاک مواد وکاروئ

په بازارکې، چې دغاښونو دپاکولو لپاره کوم مواد پلورل کیږي، ټول الکول لري ځکه الکول کولای شي، چې میکروب ووژني .