fbpx

د عمر زياتولو اسانه لار

يو چا له علي رضي الله عنه څخه پوښتنه کړې وه، چې سپي په يوه وخت کې لس لس بچي راوړي، خو په شمېر کې بيا هېڅ نه وي، خو بيزې يا پسونه يو يا دوه بچي راوړي، خو د سپو په پرتله يې بيا شمېر بېخي ډېر دى. علي رضي الله عنه ورته ډېر لنډ ځواب ورکړ، چې همدې ته برکت وايي.

ياد کس بيا پوښتنه وکړه، چې دا برکت په سپو کې ولې نه وي؟

نو علي رضي الله عنه ورته وويل، چې بيزې او پسونه د شپې له پيلېدو سره سم ويده کېږي او د رحمت په وخت (د سهار لمانځه سره) بېرته له خوبه جيګېږي، نو برکت يې په برخه شي، خو سپي ټوله شپي غپېږي او بيا په سهار کې ويده کېږي، نو له برکت څخه محرومه پاتې شي.

((زه تاته دا نصيحت کوم، چې زر ويده کېږه او سهار وختي پاڅېږي، همدا کار به دې په رزق او اولاد کې برکت اچوي)).

د علي رضي الله عنه دا نصيحت څوارلس سوه کاله وروسته ساينس هم ثابت کړ، ساينس ويلي دي، چې کوم خلک ناوخته ويده کېږي، هغه د زر ويده کېدو په پرتله لږ عمر کوي او د دوى لس سلنه ژوند راکمېږي.

يواځې دا هم نه، بلکې ساينسدانانو دا هم معلومه کړې ده، چې کوم خلک د شپې ډېر ناوخته ويده کېږي، نو رواني ستونزې هم ورته پېدا کېږي، خو که کوم خلک زر ويده شي، هغه له داسې ستونزو سره نه مخ کېږي.

زر ويده کېدل او وختي پاڅېدل د ښه ژوند راز دى، که څوک دا له پامه وغورځوي، نو ټول وختونه يې سره ګډوډېږي، د داسې خلکو بيا ډوډۍ هم پر وخت نه وي او په ورو ورو بيا په ناروغيو هم اخته کېږي.

د ژوند، روغتيا، رزق او اولاد برکت د رحمت پر وخت کې دى، چې د سهار وخت دى، زموږ پېغمبر هم له خداى پاک څخه همدا دعا غوښتې وه، چې زما امت ته برکت په سهار کې ورپه برخه کړه.

نبي علېه السلام او صحابه کرامو هم همدا لار خپله کړې وه، چې وختي به ويده کېدل او بيا به سهار وختي پاڅېدل او د سهار لمونځ به يې کاوه، د لمر تر راختو پورې به هم د لمانځه پر ځاى ناست ول. په يوه بل روايت کې راغلي دي، چې نبي علېه السلام فاطمې رضي الله عنها ته وويل، چې د سهار پر وخت رزق ويشلى کېږي، کوم خلک چې په دغه وخت کې ويده وي، نو د هغوى رزق بيا په غرونو کې غورځولى کېږي.