fbpx

د بدن له بد بوی څنګه ځان وژغورو

د هر انسان بدن بوی لري، ځینې له ځینو جدا وي، ګرمۍ په موسم کې د بدن د خوله کیدو له امله هم بدن بوی پیدا کوي، که انسان هره ورځ ځان ونه وینځي بل څوک ورسره د ناستې توان لري، خو ځینې انسانان په یخ موسم کې هم له دې مشکل سره لاس او ګریوان وي، هیڅوک توان نه لري چې ناسته او مرکه ورسره وکړي.
څیړونکي وایي: بدن د بد بويي یو لامل ډیر وزن دی.
هغوي زیاتوي، چې بد بوی د ډیر وزن لرونکو د بدن له خوله کیدو له امله هم پیدا کیږي، په دې موخه څیړنونکو له ۸۸ کسانو ازموینې اخیستي، د څيړنې وروسته څرګنده شوه چې د خولی بوی او ډیر وزن له یو بل سره نژدې اړیکه لري.
پوهان وایي، چې په غوړو کاربوهایډریټونو لرونکو خوړو کې په زیاته کچه هغه مواد موجود وي چې د انسان تنفسي سیسټم وچوي، چې د بوی لامل کیږي.
ځینو انسانانو پوستکي غوړ لري چې غوړ د پوستکي په کوچنیو سوریو کې جمع شي د دې لامل شي چې بد بوی پیدا کړي.
هایدورجن لرونکی بدن او خیرنه خوله دواړه د بدن د بوی اصلي لامل دي.
ځینې پوهان دهاضمې ګډوډي بولي چې د بد بوی سبب ګرځي.
بدن د خوشبویه کولو لپاره باید په خوراک کې له احتیاط نه کار واخیستل شي او وزن برابر وساتل شي، سربیره پردې د خولی او غاښونو پاک ساتل هم د دې سبب کیږي چې بدن پاک او خوشبویه وي، ځکه د خولې او غاښونو پاکوالی د هاضمې نظام پیاوړې کوي.