fbpx

د مخ د سپينولو ماسک

د مخ سپينولو ، ځوانولو ، خالونو ، چاپونو او ګونجو د له مینځه وړلو آسانه ارزانه کورنۍ نسخه.

۱۰۰% اغـــــــــيزمن دی

د ماسک جوړلو اړتیا وړ مواد:

۱: د هګۍ ژيړ.
۲: يوه کاشوغه شات(عسل).
۳: يوه کاشوغه د زيتون غوړی.
۴: يوه کاشوغه وازلين(واسلين).

د ماسک جوړلو طريقه:

لومړی وازلين ويلي کړئ وروسته ټول مواد ورسره ګډ او ښه يې مخلوط کړئ . مخکې لدې چې پر مخ يې وموږئ ، لومړی بايد مخ پاک ومينځئ ، بيا يې وچ کړئ وروسته تيارشوي مواد پر مخ وموږئ او تر ۳ دقيقو وروسته مخ په يوه ټوټه پاک ټوکر پاک کړئ او بيا يې په يخو اوبو ووينځئ. له مینځلو وروسته د لمر ضد کریم استعمال کړئ مخ به مو سپین شي، له ګونځواو داغ به خلاص شي.په همدی ډول هره ورځ د ۷ ورځو لپاره په منظم شکل دا عمل سرته ورسوئ.