fbpx

د ګاز لرونکو څښاکو زیانونه

ژباړه: ډیوه

نن سبا ډیری خلک له ګاز لرونکو څښاک یا نوشابو نه ډیره استفاده کوي، مګر بې خبر له دې چې ګاز لرونکي څښاک په روغتیا بده اغیزه لري. موږ درته په دې اړه ځینې معلومات درکوو چې وکولای شئ د دې څښاک استعمال کم کړئ او  د خپل صحت خیال وساتئ.

ګاز لرونکي نوشابې د دې ناروغیو سبب کیږي:

۱- د ویني فشار لوړه وي

د روغتیا د نړیوالې ادارې د شمېرو له مخې د وینې لوړ فشار په نړۍ کې هر کال ۹،۴ میلیونه وګړي وژني. هغه کسان چې د ویني فشار یې لوړیږي هغه ته پکار ده چې له دې نوشابو نه استفاده ونه کړي.

۲ هدوګي وراسته کوي

هډوکي د انسان د بدن مهم غړي دي، چې ډیری ماشومان او د ډیر عمرلرونکي کسان له درد نه یې شکایت کوي که غواړې چې قوي هډوکي ولري نو ګاز لرونکي څښاک ډیر مه څښئ.

۳- وزن ډیره وي

ډیر وزن د بیلابیلو ناروغیو لامل کیږي هغوۍ چې غواړي وزن یې ډیر نشي د ګاز لرونکو نوشابو دي ځان لرې وساتي.

۴- د زړه ناروغي پیدا کوي 

د زړه ناروغۍ يا کارډيوپاتي هغه ناروغۍ ده چې زړه اغېزمن کوي.د زړه ناروغۍ په هر ۳۴ ثانيو کې د يوې مړينې سبب کیږي. د دې ناروغي د مخنیو لپاره هم ګاز لرونکي څښاک مه کاروئ.

۵-د سا بندۍ لامل کیږي

سابندي ته په انګلیسي کې  Asthma وايي چې تنفسي تشويش دی چې په حاد يا لنډ وخت کې ډیره شدیده حمله لري. په سابندي کې د سږو د وړوکو هوايي نلونو قطر تنگېږي او د مخاط (چرک) څخه ډکېږی. چې د دې یاروغۍ پیدا یو علت هم ګار لرونکي څښاک دي.

که له ګارلرونکي نوشابونه ډیره استفاده وشي د نور زیانونو تر څنګ مغز فشارونو، د بدن د کلسیم کوموالي همدا رنګه جلدي ناروغیو سبب هم کیږي .

ستاسو د ښه صحت په هیله.