The news is by your side.

له وسلوالو سره جګړه کې دوه پاکستاني پوځیان هلاک شوي

خبریال وېب پاڼه/پاکستاني پوځیانو ته د تلفاتو په درشل کې تېره ورځ د شمالي وزیریستان له طالبانو سره په جګړه کې دوه پاکستاني پوځیان هلاک شوي دي.

تېره ورځ د خیبر پښتونخوا په قبایلي برخه شمالي وزیریستان کې له پاکستاني طالبانو سره په جګړه کې دوه پاکستاني پوځیان هلاک شوي او دوه نور سخت ټپیان شوي دي.

ویل کېږي پوځیان دغې سیمې ته تللي وو چې د پاکستاني طالبانو له مقاومت سره مخ شول او درانه تلفات یې ور واړول. په دغه برید کې یو وسله وال هم وژل شوی دی.

په دې وروستیو کې په پاکستاني پوځيانو باندې بریدونه او تلفات یې زیات شوي دي. په تېره یوه میاشت کې دا څوم خونړی برید دی چې د دغه هېواد د هلاکت سره مخ کوي.

د راپورونو له مخې په روانه جون میاشت کې دا څلورم وسله وال برید دی چې په شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو ترسره کیږي. لس ورځې وړاندې د شمالي وزیرستان ميرعلي سب ډويژن د خېسور په کتيرا سیمه کې هم نا معلومو وسله والو د پوځ په ګاډي ډزې کړې وې چې پکې يو پوځي هلاک شوی و. په همغې ورځ د میر علی په عیسوړی سیمه کې وسله والو پوځي چيک پوسته په بمي چاؤدنه الوځولې وه، او تر دغه برید دوه ورځې وړاندې هم د شمالي وزیرستان په تپي سیمه کې د پوځ په ګاډي د ریموټ کنټرول د لارې بمي چاؤدنه شوې چې پکې دوه پوځي هلاک شوي او څلور نور ژوبل شوي وو.

په شمالي وزيرستان کې د می په مياشت کې په پاکستاني پوځ درې او د اپرېل په مياشت کې پرې اووه بريدونه شوي وو چې هغه مهال یې هم درانه تلفات ور اړولي وو.

پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ اصلي تمویلوونکي او روزنکی هېواد بلل کېږي چې ډېری تروریستي ډلې لوی افغانستان او هند کې ترهګریزو بریدونو ته هڅوي خو په دې وروستیو کې خپله هم د ترهګرۍ ښکار شوی دی.

په شمالي وزیریستان کې پاکستاني پوځیانو پر وړاندې په پرله پسې ډول د نا امنۍ او درنو تلفاتو پېښې دوام لري، په دغو سیمو کې پر پوځیانو بريدونه او چاودنې کيږي او ورسره په همدې سیمو کې د پاکستان پلوه کسانو پر وړاندې د هدفي وژنو پېښې هم روانی دي.

د پاکستان پوځ به یوه اعلامیه کې د دغو تلفاتو پخلی کړی دی او ویلي یې دي چې سرتېرو یې په شمالي وزیریستان کې ګزمه کوله چې له وسله وال برید سره مخ شوي دي.

ویل کېږي په دغو سیمو کې پاکستاني پوځيان د عامو خلکو په کورونو باندې هم تېری کوي او زیات ظلمونه کوي، همدا لامل دی چې د پاکستاني پوځ پر وړاندې یې قیام کړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.