The news is by your side.

ایران ته د سفر په تر څ کې افغان چارواکي په کومو مسایلو غږېدلي؟

خبریال وېب پاڼه/ ګران هېواد وايي ایران ته د افغان چارواکو د سفر موخه د ملي ګټو څخه دفاع، د ښاریانو خوندیتوب وروستیو پېښو په اړه پرمختګونه دي.

بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، چې په دې سفر کې ایراني چارواکو بیا افغان پلاوي ته د خپلو وروستیو څېړنو پرمختګونو څخه باخبري ورکړه او دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د دې پېښو د حل او همدارنګه راتلونکي کې د ورته پېښو د تکرار څخه به مخنیوي کوي.

په دې لیدنو کې دواړو لوریو د وروستیو پېښو په اړه هوکړه کړې چې د افغانستان او ایران دولتونه به په ګډه د کډوالو خوندیتوب، د ښه ژوند برابرېدو اسانتیا او بشري حقونه مراعتوي.

او همدارنګه افغان او ایراني چارواکو په پولو کې د امنیت ټنیګښټ او پر مخدره او انساني قاچاق مخنیوي هوکړه کړې ده.

په دې لیدنه کې د ایران د کورنیو چارو وزیر رحماني افضلي وویل، زموږ او د افغانستان تر منځ یو له مهمو مسایلو د سیمه اییزې همکارۍ سند دی، چې د افغانستان او ایران تر منځ د سیمه اییزې همکارۍ هغه سند ایران ته د افغانستان د بهرنیو چارو اوسني وزیر حنیف اتمر چې هغه وخت د ملي امنیت سلاکار وو، په سفر کې لاسلیک شوی و، او اوس مهال تر ډېره عملي شوی دی.

په دې سفر کې ایراني چارواکو افغان پلاوي ته د سیمه اییزې همکارۍ، ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د ښه کېدا او هغوی سره د بشر حقونو له مخې د چلند کولو ډاډ ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایراني پوله ساتو ځواکونو لا لوري، له افغان کډوالو سره ناوړه چلند په ټوله تړۍ کې د افغانانو غوسه را وپاروله او په ګوټ ګوټ کې د ایران پر خلاف لاریونونه وشول، چې دا لاریونونه لا هم دوام لري.

د همدې قضیو د څېړنو او معلومولو په موخه د افغان حکومت پنځلس کسیز پلاوي ایران ته سفر درلود او له ایرانیو چاروکو یې د افغان کډوالو او په ټوله کې د افغانانو سره د یو ګاونډي هېواد په توګه د ښه چلند، همکارۍ او مرستې ډاډ تر لاسه کړو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.