The news is by your side.

تیره اونۍ افغان ځواکونو لپاره ترټولو خونړۍ وه

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي تېره اونۍ د افغان ځواکونو لپاره په تېرو ۱۹ کلونو کې تر ټولو خونړۍ اونۍ وه.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د تاوتریخوالي د کمولو په اړه د طالبانو ژمنې او څرګندونې بې مانا دي.

دفیصل په خبره طالبانو نه یواځې دا چې تاوتریخوالی کم کړی نه دی بلکې خپل بریدونه یې نور هم ډیرکړي دي.

د جاوید فیصل په خبره طالبانو تېره اونۍ په ۳۲ ولایتونو کې ۴۴۲ بریدونه کړي، چې د افغان پوځ ۲۹۱ سرتېري یې وژلي او ۵۵۰ نور یې ټپیان کړي دي.

امنیت شورا دغه راز تېره ورځ ویلي وو چې په تېره یوه اونۍ کې طالبانو په اتلسو ولایتونو کې ګڼو افغان ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه د د تاوتریخوالي د کمښت په اړه د طالبانو ژمنې بې مانا وبللې او زیاته یې کړه ، چې د دوی کړه وړه د سولې په راستلو کې مخالف دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه هم وسله والو طالبانو د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ جرباشي سیمه کې د پاڅون کوونکو پر پوستې د برید پرمهال ۵ پاڅون کوونکي وژلي او درې نور یې ټپیان کړې دي.

بل لورته د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر رسنیو ته ویلي، چې وړمه شپه هم وسله والو طالبانو د دې ولایت په چاه اب او نمک اب ولسوالۍ ۲۰ سرتیري وژلي او ۱۳ نور یې ټپیان کړي دي.

خو بله خوا بیا وسله والو طالبانو ددې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي یا یوناما هم تېره ورځ خپل تازه رپوټ کې په افغانستان کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له رامنځته کېدو راهیسې پر روغتیايي مرکزونو بریدونو په اړه ژوره اندېښنې ښودلې وه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډېبورا لاینز د دې رپوټ د موندنو په اړه ویلي چې د داسې اعمالو لپاره هیڅ توجیه نشته؛ او د ملکي وګړو خوندیتوب او هوساینه باید یو لومړیتوب وي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت شورا تېره یکشنبه هم ویلي وو، په تېره یوه اونۍ کې په ۱۸ ولایتونو کې د طالبانو د تاوتریخوالي په پایله کې لږ تر لږه ۴۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰۵ نور ټپیان شوي دي.

خو طالبانو د ملي امنیت د شورا د ویاند دا وروستۍ څرګندونې بې بنسټه وبللې.

وسله والو طالبانو تل د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د حکومت او یوناما راپورونه بې بنسټه او پروپاګند بللي او په ټینګار سره وایي چې دوی د ملکي وګړو ژوند خوندیتوب ته ځانګړی میکانیزم لري او هیڅ چاته په کې ضرر نه رسیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.