The news is by your side.

خوست بزګران: غنم یې ښه خو حاصلات یې کم وو

خبریال وېب پاڼه / د خوست ولایت یو شمیر بزګران وایي چې په دې ولایت کې د تیرو کلونو په پرتله د غنمو په حاصلاتو کې ډیر کموالی راغلی دی.

بزګران وايي که څه هم سږکال یې د تیرو کلونو په پرتله ډیره خواري کړې خو بیا یې هم حاصلات کم دي.

دوی په دې برخه کې پر حکومت نیوکه کوي چې له دوی سره مرسته نه کوي.

احمدخان چې به خپلو کروندو کې غنم کرلي وایي د حکومت د نه پاملرنې له امله یې موسمي بارانونو او د سرخي په نوم یو ډول ناروغیو او ږلۍ د دوی فصلونه سخت زیانمن کړل.

نوموړی وایي سږکال که څه هم کرونا اقتصادي برخه ډیره زیانمنه کړه او دوی هیله لرله چې د غنمو په حاصلاتو سره به دوی د خپلو کورنو او هیواد یو شمیر سیمو ته په ارزان بیه غنم تولید کړي خو په خبره یې بریالي نه شول.

نوموړی وایي له خپلو غنمو یې ډیره تمه لرله چې ښه حاصل به ورکوي خو زیاتوي د تمې خلاف د تیرو کلونو په پرتله یې کم حاصل ترلاسه کړ.

په خوست کې اوسمهال په ډیری سیمو کې غنم رېبل شوي او تهریشر شوي خو بزګران ټول بیا ګیله من دي او له حاصلاتو نا خوښي دي.

یو شمیرخوست میشتي بیا وایي دوی د کال له پيله خوښ وو، چې ګني کال اباد دی او ښه حاصلات به ترلاسه کړي خو وایي د ا ټکل له مخې تر پنځوس سلنه یې د غنمو په حاصلاتو کې کموالی راغلی دی.

دوی وایي تیرو کلونو کې به یې هر جریب پټي نه تر یوا خروار غنم ترلاسه کول خو سږکال برعکس له هر جریب څخه تر نیم خروار یا ۴۵ منو پورې غنم ترلاسه کړي دي.

کروندګر وایي د ترلاسه شویو غنمو د حاصلاتو د کمښت سربیره یې دانه هم تر ډیره کمزورې وه.

دوی ټوله پړه د کرنې پر ریاست اچوي او وایي پر وخت یې لاسنیوی نه دی کړی ځکه یې حاصلات کم دي.

بل لورته د خوست د کرنې ریاست مسولین بیا د غنمود حاصل د کموالي لامل پر غنمود ناروغیو لګیدل یادوي.

د کرنې رئيس انجینر حفیظ الله وایي، چې دا ناروغي داسې مهال ولګیده چې د ده په خبره د مخنیوي لاره یې سخته وه.

په خوست ولایت کې سوکال په زرګونه زره هکتاره للمي او اوبیزه کرنیزه ځمکه موجوده ده.

د یاد ولایت ډیری اوسیدونکی په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له دې لارې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.