The news is by your side.

د پیشوګانو څک برېتونه او د هغو عجیب رازونه

خبریال وېب پاڼه/په عمومي توګه د پیشو ګانو په هکله د هرې ټولنې لیدلوری جلا دی خو دا چې کار پوهانو په دغې وړوکي حیوان کې کومې ځانګړتیاوې لیدلې دي، هغه بیا متفاوتې دي.

فکر به مو کړی وي چې هره پیشو څک، اوږده یا نسباً واړه برېتونه لري. د دغو برېتونو لپاره د خلکو انېګېرنې جلا دي، خو کار پوهان وایي چې پیشوګان په خپلو برېتونو باندې ځای، واټن او اندازه معلوموي.

یوه عمومي انګېرنه دا هم ده چې زموږ ډېری خلک وایي، پیشوګانې بریتونه لري، د کومو په اړه چې خلک یو عمومي برداشت لري، چې پیشوګانې د خپلو بریتونو له لارې خپل توازن ساتي، کټ مټ د ګڼو نورو ښکر لرونکو حیواناتو د ښکرو په څېر چې د موټر د اشترنګ غوندې د خپلې لارې موازنه ساتي.

خو برعکس کارپوهان بیا وايي چې دا انګېرنه په بشپړ ډول ناسمه ده او زیاتوي چې د پیشوګانو بریتونه د دوی د فزیکي توازن سره هیڅ تړاو نلري.

د ټېنېسټ ویب پاڼې د معلوماتو له مخې کارپوهان وايي چې د پیشو بریتونه په حقیقت کې د سینسر په توګه کار کوي. دوی د بیلابیلو شیانو فاصله، موقعیتونه او اندازې کشف کوي او پیشو د هغې په اړه خبروي. حتی په توره تیاره کې هم پیشو کولی شي د خپلو بریتونو له لارې یو واټن یا د کوم شي اندازه معلومه کړي.

د کارپوهانو په اند د پیشو ګانو د بریتونو بیلابیل ډولونه د هغې مزاج په اړه وايي. که چیرې د پیشو بريتونه په آرامۍ سره ښکته لور ته ټیټ وي، نو دا پدې مانا ده چې پیشو هم په سکون او آرام کې ده. که چیرې د پیشو بريتونه دواړه خواوو ته خښ وي، نو دا پدې مانا ده چې پیشو په دفاعي حالت کې ده، هغه ډیره په قهر ده یا له یو شي ویریدلی ده، همداراز که د پیشو بریتونه مخې لورې ته نیغ وي نو دا پدې مانا ده چې پیشو کنجکاوی کی ګیره ده، هغه د کوم شي ښکار کولو ته اراده لري یا د لوبې کولو په حالت کې ده.

د معلوماتو له مخې د پیشو بریتونه په تنگو ځایونو کې د سوري پراخوالي اندازه هم اټکل کوی شي، د بیلګې په توګه د موږکانو غارونو اندازه او دېته ورته نو.. حتی په تیاره کې هم، پیشو د خپلو بریتونو سره د موږکانو د غار اندازه لګولی شي، چې هغه څومره ازاد یا تنګ دې. که چیرې یوه پیشو وغواړي یو تنګ ځای ته لاړه شي، نو دا د هغې بریتونه دي چې هغې ته وایي چې ایا دا په دې تنگ ځای کې تللی شي که نه او یا د ننه خو به نه بندیږي.

هېره دې نه وي چې که د پیشوګانو برېت غوڅ شي، دا به داسې معنا ولري لکه هغه مو چې ړنده کړې وي او هر خواک مو ور ته فلج کړی وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.