The news is by your side.

طالبان دې هم نور ځان رښتيني افغانان ثابت کړي ،د اوربند وړاندیز ته دې لبیک وايي

ولسمشر محمد اشرف غني  د «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۷» په یوه وېډیویي پیغام کې دیني عالمانو فتوا ته په درناوي له طالبانو سره د روژې د ۲۷ څخه د اختر تر پنځمې نیټې د اوربند پریکړه وکړه .

 د دغې پریکړي د اعلان سره سم ښاغلي غني افغان ځواکونو ته امر کړي چې د اوربند پر مهال د طالبانو پر وړاندې له هر ډول تهاجمي عملیاتو څخه ډډه وکړي.

خو هیره دې نه وي چې له  ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې چې د امریکا په مشرۍ د طالبانو پر ضد جګړه پیل شوې دا لومړی ځل دی چې د افغان حکومت له لوري د طالبانو په مقابل کې د اوربند اعلان کېږي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې  د همدې کال  «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۴» د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه شااوخوا دری زره دیني عالمان چې کابل کې سره راټول شوي وول په يوه فتوا کې روانه جګړه او په هیواد کې ځانمرګي بریدونه او چاودنې ناروا وبللې .

سوله الهي امر دی او پر هر مسلمان واجب ده  چې په خپل ژوند خبرو او معنوي چارو کې د دغه امر متابعت وکړي.

 طالبانو ته وايم دا خو به راسره مني چې د  مسلمانانو ترمنځ ټولې شخړې او ستونزې باید د قرآنکریم او نبوي احادیثوپه رڼا کې حل او فصل شي.

ځکه د   سورهٔ نساء-آیهٔ ۵۹ شریف کې راغلي دي چې ….

 

فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِج ذَٰلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا (سورهٔ نساء-آیهٔ ۵۹)
ژباړه : او که چیرته تاسی اختلاف وکړ په یو کار کی نو د الله او پيغمبر صلی الله علیه وسلم ته یې راجع کړئ که یاستئ تاسی باور لرونکی په الله او په ورځ داخرت او دا ښه او غوره تاویل دی.

نوطالبانو که په دې ایات شریف باور کوي او غاړه ورته ږدي نو له دي طلايي فرصت څخه چې لوموړي په پلازمینې کابل کې دینی عالمانو د قرانکریم او حدیثو په رڼا کې هر څه روښانه کړل او زیاته يي کړه چې دلته په افغانستان کې جنګ جګړي هیڅ شرعي جواز نلري او ترڅنګ يي له تاسو او ملي وحدت حکومت څخه وغوښتل چې سولې ته سره کينې ، نو همغه  وو چې افغان ولسمشر محمد اشر ف غني  د نبي کریم ص د وارثینو عالمانو خبره ومنله او د روژې له ۲۷ نه يي د اختر تر پنځمه له تاسو سره د اوربند اعلان وکړ ، نو که تاسې هم رښتیا د دې خاوري بچي یاست او لږ مو هم په افغان ولس باندې زړه درد کوي نو د ولسمشر د اوربند دې پیغام ته لبیک ووايي .

او راځې د همدغه فرصت څخه په ګټنې سره د سولې خبرو اترو ته کینئ او افغانان او افغان خاوره د دې بدبخیتو او دربه دریو وژغوري .

لکه مخکې مې چې مې ذکر وکړ چې سوله الهي امر دی او پر هر مسمان واجب ده چې په خپل ژوند کې سوله وکړي ، نو طالبانو تاسي ته وايم که رښتیا هم تاسي مسلمانان او د اسلامي دین د پراختیا او عملي کیدا لپاره کار کوي او الهي امرونه مني نو ولي بیا سوله نه کوي؟ کوم چې یو الهي امر دي . بیلګې د قرانکریم ګڼ ایاتونه دي چې  وروسته به تر یادونه وکړم .

د سولې په برخه کې ایاتونه او حدیثونه 

۱ : وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا (أل عمران ۱۰۳) د فاصلې د له منځه وړلو هڅه کوو ترڅو یې الله تعالی په عوض کې خپل رحم او برکت نازل کړی.

۲ :  رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، نیک اعمال په مناسبه توګه په اخلاص او اعتدال سره ترسره کړئ هر وخت منځ لاره ونیسئ او په تګ کې هم له اعتداله کار واخلئ ترڅو خپل مقصد ته چې جنت دی ورسیږئ.

(سَدِّدُوا وَقَارِبُوا، وَاغْدُوا وَرُوحُوا، وَشَىْءٌ مِنَ الدُّلْجَةِ‏.‏ وَالْقَصْدَ الْقَصْدَ تَبْلُغُوا ‏”‏‏.‏ بخاری جلد اتم، حدیث ۴۷۰)

۳ : إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْج وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ: مؤمنان سره وروڼه دي، د دوی ترمنځ سوله وکړئ او له الله تعالی څخه وویریږئ ترڅو درباندې رحم وشی. سوره الحجرات آیه

۴ :  قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ألا أخبركم بأفضل من درجة الصيام والصدقة والصلاة ؟ قلنا بلى . قال إصلاح ذات البين وفساد ذات البين هي الحالقة، (ترمذي) آیا تاسې په داسې یو عمل خبر کړم چې له روژې، صدقې او لمانځه څخه بهتره دی، دوی وویل هو، رسول الله و فرمایل، د خلکو ترمنځ سوله کول، ځکه د دوی ترمنځ فساد هلاک کوونکی دی.

۵ :  رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو حدیث کې فرمائیلي دي چې: (مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ؛ إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى)

 ژباړه: د مؤمنانو مثال خپل ترمنځ د مینې، ترحم او عاطفې له نظره لکه د یو جسد په څیر دی، چې یو غړی دردیږي، ټول وجود د ناآرامۍ او درد احساس کوي. متفق علیه
نو دا چې علماوو کرامو د پورته ایاتونو او حدیثونو په رڼا کې هڅه وکړه او ټولو ته يي سمه او ناسمه لوری روښانه کړه ، نو که رښتیا هم طالب وسله وال د پردیو په اشاره نه جنګیږي او يوآځني جنګ يي د اسلام او جهاد تر نامه لاندې وي نو بیا په ایاتونو او حدیثونو کې هر څه روښانه دي او علماوو هم خپل غږ پر کړي چې له ناروا جګړي دي لاس واخلي او د سولې خبرو اترو ته دي د افغان حکومت سره کینئ.

دا چې افغان حکومت تل طالبانو ته د سولې د خبرو وړاندیز کړي او تل يي پر غږ کړي چې د سولې په برخه کې پرته له کوم قید او شرط څخه طالبانو سره هر ډول خبرو ته خاضر دي ، او بله خبره دا چې سوله د هر افغان غوښتنه ده نه يواځې د دیني عالم او یا حکومتي چارواکي ، هر افغان د سولې تګي او د جنګ څخه ستړي شوي دي .

نو طالبانو ته هم په کار ده ، دا چې سوله يو الهي امر هم دي ، دیني علماوو هم درته وویل چې سوله وکړي دلته جنګ شرعي جواز نه لري ، ولسمشر غني هم له تاسې سره اوربند اعلان کړي او له دي مخکې يي هم درته په وار وار د سولې وړاندیزونه کړي ، حدیثونهو او قرانکریم کې هم د سولې یادونه شوي ، باید تاسي ټولو اړخونو ته پام وکړي او د افغان دردیدلي ولس دا یو ارمان باید پوره کړي او د دغې فرصت څخه په ګټي اخستني سره باید  سولې ته غاړه کیږدي ، کنه نو افغان ولس به له دي وروسته ستاسو په يوه خبره هم باور ونه کړي .

که تاسو  رښتیني افغانان او خپلواک یاست او یواځني موخه مو جهاد او د اسلامي شرعیت تطبیق دي ، نو سولې ته کیني.

سوله ، امن د هر وګړي لپاره د خوښي او خوشحالي فضا بلل کیږي ، ربه ده موږ نور د دغه لوي نعمته برخمن کړي .

لیکوال: احمد سیال